کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي
![کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي](https://gdb.rferl.org/C52E778D-3046-4D3F-B7D8-BA95F7696B1E_cx9_cy10_cw65_w800_h450.jpg)
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لسګونو بلوڅانو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.
دوی د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د خپلو بلوڅو وروڼو وژنې وغندلې.
دغو اعتراض کوونکو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بلوڅانو پر وړاندې دې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د بشري حقونو د څارسازمان، هیومن رایټس واچ ویلي، له پاکستان سره پر پوله د ایران په ساروان سیمه کې د فبرورۍ په ۲۲مه لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو ښایي د وژل شوېو حقیقي شمېر به له دې زیات وي.
د راپورونو له مخې دغه کسان وروسته له هغې ووژل شول چې وسله والو په سیمه کې د ایران په دولتي ودانیو بریدونه وکړل.