د عبدالرحيم روغاني پر مړينه د سيمې د شاعرانو او هنرمندانو تاثرات
![د عبدالرحيم روغاني پر مړينه د سيمې د شاعرانو او هنرمندانو تاثرات](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه د پښتو د نوميالي شاعر عبدالرحيم روغاني پر ژوند او هنر خبرو ته ځانګړې کړې وه. روغانی د فېبرورۍ پر ۲۴مه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او د سيدو شريف په ګلکده کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه قطعات خورا زيات مشهور دي او له همدې کبله د "بابای قطعه" په نوم هم یادېده. روغاني د شعر ترڅنګ نثر هم ليکلی. هغه د پښتني ادب مينه والو ته اووه چاپ کتابونه پرېښي دي. د نوموړي د لومړۍ شعري ټولګې "نوې نغمه" ځينې شعرونه روسۍ ژبې ته هم ترجمه شوي دي. د روغاني پر مړينه د سيمې شاعرانو او فرهنګپالو زښت خپګان ښوولی. په خپرونه کې د دوی د خبرو ترڅنګ له موسيقۍ سره د عبدالرحيم روغاني ځينې غزلونه هم اورېدای شئ.