بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي
![بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي](https://gdb.rferl.org/FDFFBBC0-500B-42CB-9CF7-CBFF0829A14C_w800_h450.jpg)
د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د بدخشان والي محمد زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي، دغه ټول کسان سیمه کې د سرو زرو د کان کېندونکي وو.
د ښاغلي سودا په خبره، پېښه نن له غرمې مخکې د خواهان ولسوالۍ په زرند اب کلي کې د یوه غره او پر سر یې د واورې د ښویېدو له کبله شوې ده.
سودا وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي او په خبرهیې، ممکن وروسته د مرګژوبلې کره شمېر معلوم شي او بدلون هم پهکې راشي.
پېښه داسې ځای کې شوې چې د بدخشان د والي په خبره کنټرولیې د طالبانو په لاس کې دی او مخابراتي اړیکې هم پهکې سمې نهدي.