هرات کې د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
![هرات کې د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې](https://gdb.rferl.org/502A98C8-96DA-4869-97C9-0BD83F0EBF9E_w800_h450.jpg)
د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ نن شنبه(د کب ۱۶مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې.
د دغه ولایت د ورزشي امريت فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې ٥٠ لوبغاړو له لسو کلپونو څخه ګډون کړی وو.
نوموړي وویل چې د لوبو هدف د کب له ٢٤ مې د هرات خلکو له قیام څخه ملاتړ دی.
د سرچينې په وینا په دغه لوبو کې، د قهرمانانو، هېواد او جوانان افضلي کلپونو تر نورو لوبډلو ډېر امتیازونه ترلاسه او په ترتېب سره يې، لومړی، دوهم او درېيم ځایونه خپل کړل.