کندهار کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
![کندهار کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې](https://gdb.rferl.org/1964B93A-6C04-40CF-8D4C-DE0ADE95B4B7_w800_h450.jpg)
په کندهار ولایت کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس نصیر رحماني نن شنبه(د کب ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیاليو کې د کندهار،هرات ،فراه او خوست ولایتونو څخه بېلابېلو لوبډلو ګډون کړی.
د ښاغلي رحماني په خبره له کندهار څخه اتفاق او ښاروالۍ له هرات څخه اټک انرژي، له فرا څخه ابومسلم او د کندهار سپین بولدک لوبډلو ګډون کړی.
نوموړي وویل چې دغه سیالۍ نن شنبه پیل او لس ورځې به دوام وکړي.