عمران خان له پارلمانه د اعتماد رایه ترلاسه کړه
![عمران خان له پارلمانه د اعتماد رایه ترلاسه کړه](https://gdb.rferl.org/1581d32c-2d17-4f93-88fc-e71a429ae208_cx0_cy7_cw70_w800_h450.jpg)
د پاکستان صدراعظم عمران خان له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړه.
د ۳۴۰ کسیز پارلمان د ولسي جرګې په غونډه کې عمران خان یوسل او اته اویا موافقې رایې وګټلې په داسې حال کې چې ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه.
د اپوزیسیون ۱۶۰ وکیلانو دا غونډه تحریم کړه.
عمران خان وروسته له دې چې د مالیې وزیر د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې، په سنا کې د خپل سیټ په ساتلو کې پاتې راغی او په نتیجه کې یې په دې جرګه کې د ده ګوند اکثریت له لاسه ورکړ، په خپله خوښه له پارلمانه د اعتماد رایې د اخېستو غوښتنه کړې وه.