۲۰۵م اتل قول اردو: کندهار کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي
![۲۰۵م اتل قول اردو: کندهار کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/da9cdc82-1e55-4e09-88b0-729b1e2f5c1e_w800_h450.jpg)
افغان ځواکونه د کندهار په پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د پنځه ویشت طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د ۲۰۵م اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول خوجه یحیی علوي نن شنبه (د کب ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې پرون جمعه په دې دوو ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو پر مهال همدا راز ۳۶ طالبان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلي علوي په عملیاتو کې د څو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکړ: "په میوند او ارغنداب ولسوالیو کې طالب ترهګرو د ملکيانو او پوځيانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۳ کړۍ ماینونه ښخ کړي وو چې د ملي اردو د انجنیرۍ د ټیم له خوا کشف او شنډ شول."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.