Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

0
د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

داسې مهال چې ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د واکسینونو بهیر روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیر په نرمولو کې د احتیاط غږ کړی دی.

دا مهال په برازیل او څو اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا څپه په زور کې ده او لا هم دا ویروس په ګڼو هېوادونو کې د خلکو روغتیا جدي ګواښ دی.

امریکا کې له ۵۴ میلیونو زیاتو خلکو د واکسینو یوه ستن کړې

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری د مارچ په پنځمه داسې مهال ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو کې د واکسینونو پروسه روانه ده او تر اوسه تر۵۴ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو لږ تر لږه د واکسینو یوه ستن کړې ده.

نژدې ۲۸ میلیونه امریکایانو چې د دې هېواد اته سلنه وګړي جوړوي بیا د کووېډ-۱۹ واکسینونو دوره بشپړه کړې ده.

په امریکا کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې هم د روان میلادي کال د پیل په مقایسه راکمې شوي دي او ښارونه او ایالاتونه د محدودیتونو د کمېدو په خوا روان دي.

اقتصادي فشار او د روغتیايي وضعیت ښه کېدل د هغو پر وړاندې د دلیل په توګه یادول کېږي چې وايي، د تدابیرو نرمول تر وخت مخکې دي.

نیویارک کې د سینما ټیاټرونه نیمه پرانېستل شوي، په همدې ورځ کلفورنیا هم اعلان وکړ چې په ازاده فضا کې ځینو فعالیتونه په محدود ظرفیت کې پیلیدی شي.

نورو ایالاتونو هم د محدودیتونو د کمولو اعلان کړی. په دې لړ کې د ټکزاس او مسیسیپي په څېر ایالاتونه هم شته چې د ماسک د لازمي کېدو پرته په بشپړه توګه کاروبارونه پرانیزي.

په عین حال کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو یوې څېړنې هغه شواهد ور زیات کړي چې وايي، د ماسک کارول د کرونا ویروس خپرېدل ورو کوي او دا چې په رسټورانټونه کې ډوډۍ خوړل د کرونا پېښې او له کبله یې مړینې زیاتوي.

اروپايي هېوادونو کې یې خپراوی

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا پر ضد د واکسینونو په سیالۍ بوخته ده، په برازیل اروپا او ځینې نورو هېوادونو کې د دې ویروس چټکې پراختیا ته په پام د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو یو مشر متخصص مایک ریان وايي، د کرونا وبا ختمېدو ته لا ډېر وخت پاتې دی.

نوموړي یوې انلاین خبرې غونډې ته ویلي: "موږ فکر کوو چې موږ له دې وبا تېر شو، خو نه یو."

هغه خبرداری ورکړی که احتیاط ونه شي ځینې هېوادونه به د کرونا له درېیمې او څلورمې څپې سره مخ شي.

برازیل د کرونا وېروس نوې پېښې ثبت کړي

برازیل په دې اوونۍ کې د کووېډ-۱۹ ویروس ریکارډ نوې پېښې او مړینې ثبت کړي چې د کووېډ-۱۹ د هغې بڼې شدت ښيي چې برازیلې یا (P1 ) یې بولي.

په نوې پېښو کې زیاتوالي د دې هېواد پر روغتیايي سیستم فشار زیات کړی او ځینو سیمه ییزو ادارو نیمه ښاربندۍ اعلان کړي.

د کرونا ویروس د (پي یو) بڼې په اړه باور دی چې تر نورو بڼو په اسانۍ خپریږي او همدارنګه د دې وړتیا لري، څو هغه کسان هم اخته کړي چې مخکې د کرونا په نورو بڼو اخته شوي او ترې رغیدلي دي. د ویروس دا بڼه تر اوسه نژدې شل هېوادونو ته رسیدلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټېډریوس اډهانوم ګیبریسېوس د برازیل وضعیت د "ډېرې اندېښنې" وړ بللی دی او د ممکنه سیمه ییزې څپې خبرداری یې ورکړی دی.

په اروپا کې بیا د کرونا ویروس هغه بڼه چې برتانوي بڼه یې بولي تر پرتګال، پولنډ، یونان او تر فرانسې خپره شوې. داسې مهال چې دې هېوادونو کې د واکسینونو کمپاین روان دی، د ویروس دې بڼې په کرونا د اخته کېدو د یوې نوې څپې د راپورته کېدو ګواښ رامنځ ته کړی دی.

چک جمهوریت کرونا سخته ځپلې

چک جمهوریت چې کرونا ویروس سخت ځپلی، له جرمني، سویس او پولنډه مرسته غوښتې چې که د دې هېواد په کووېډ-۱۹ اخته لسګونو شدیدو ناروغانو ته خپلو روغتونونو کې ځای ورکړي ځکه خپله د چک روغتونونه خپل وروستي حد پورې په کووېډ – ۱۹ له اخته ناروغانو ډک دي.

سربیا هم ځینې اقدامات کوي

سربیا که څه هم په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی چې په پراخه پیمانه یې د واکسینونو عملي کول پیل کړي، خو بیا هم غواړي د دې اوونۍ پای کې غیرې ضروري کاروبارونه وتړي څو دغلته د کرونا زیاتیدونکې پېښې راکمې کړي.

ایټالیا د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي

ایټالیا هم په دې خاطر چې دې هېواد کې د کووېډ-۱۹د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي، محدودیتونه ځینې نورو سیمو ته پراخ کړی دي.

په تېرو پنځو ورځو کې په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د تېرې اوونۍ د همدې ورځو په مقایسه په سلو کې ۲۳زیاتې شوي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Более пяти тысяч семей в СВАО получили новые квартиры по реновации





Москва

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Объем закупок у малого бизнеса с 2024 года составил почти 227 миллиардов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

БГАТОиБ

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов 12 июня установил мировой рекорд по чеканке мяча в «Лахта Центре»

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024


ATP

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

5 удивительных видов транспорта к морю в советских санаториях



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России