استرالیا له برما سره دفاعي همکاري ودروله
![استرالیا له برما سره دفاعي همکاري ودروله](https://gdb.rferl.org/203a983c-680e-41c3-a456-a3e913c8d74b_w800_h450.jpg)
استرالیا وایي، له برما سرهیې دفاعي همکاري درولې او د هغو مظاهره کوونکو چې د پوځ له لوري د تېرې میاشتې د کودتا په وړاندې اعتراضونه کوي، د بېرحمانه ځپنې له امله د خپلې بشري مرستې لوری بلې خوا ته اړوي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر مارایس پایان نن وویل چې هېواد بهیې سمدستي دغه عاجلې بشري مرستې د برما له اقلیت روهینګیا مسلمانانو او د دې هېواد له نورو اقلیتونو سره وکړې.
استرالیا دغهراز وویل چې له برما سرهیې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه د شاوخوا یو ملیون ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پوځي زدهکړې پروګرام ځنډولی دی.
له کله چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په میانمار یا پخوانۍ برما کې پوځ کودتا وکړه او د دې هېواد د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او یو شمېر نور مشرانیې په کور کې نظربند کړي یا نیولي په دې هېواد کې د پوځیانو پر ضد نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.
د دغو مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.