103news.com
World News in Pashto
Март
2021

یوناما: د افغانستان سولې په روان بهیر کې باید ښځې هره برخه کې مخکښ رول ولري

0
د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ او پرې د سولې د روانو خبرو اغېز!


په افغانستان کې سږ کال د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې تر بل هر وخت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې او ترڅنګ‌یې د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې مطرح کېږي.


ملګري ملتونو هم سږکال د مارچ د اتمې په مناسبت د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو ونډ‌ې د زیاتېدو غوښتنه کړې.


ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې باید ښځې په هره برخه کې مخکښ رول ولري.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوې اعلامیه کې چې د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې لیکلي، د سولې روانې خبرې د ښځو لپاره یو فرصت دی چې دوی په‌کې خپله وړتیا وښيي.


په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې دیبرا لاینز له قوله لیکل شوي "د سولې روانو خبرو پیاوړې افغان ښځې رامخ‌ته کړي، څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه استازیتوب او د خپلې ټولنې د شخړې د سوله‌ییز حل څخه ملاتړ وکړي."




په دې اعلامیه کي زیاته شوې، افغانستان به هغه مهال د هر ناورین پر وړاندې لا ډېر ودرېږي چې د پرېکړه کولو په هر ډګر کې ښځې له نارینه‌وو سره اوږه په اوږه ودرېږي.


بل لور ته د افغان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ هم په یوه اعلامیه کې چې د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په تړاو یې خپره کړې، د سولې په برخه کې د افغان ښځو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.


دې ګروپ زیاته کړې"تل‌پاتې سوله په سیاسي ډګر، حکومتوالۍ، د بنسټونو په رغونه، د قانون حاکمیت، امنیتي سکټور او د بیارغونې په برخه کې د ښځو په انډولیزه او اغېزمنه ګډون پورې اړه لري او ښځې کولای شي چې د سولې په خبرو او د اجماع په جوړولو کې ستر رول ولوبوي."


د افغان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ د ښځینه فعالانو وژنه غندلې، تر خوا یې د اوربند او د تاوتریخوالي د پای په اړه د ښځو له دریځ هم کلک ملاتړ اعلان کړی او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.


د افغانستان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له لوړپوړو استازو جوړ دی چې په‌کې استرالیا، ډنمارک، کاناډا،اروپايي ټولنه، هالنډ، ترکیه، بریتانیا، ملګري ملتونه، امریکا او د اغاخان پراختیايي شبکه شامله ده.




په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون که له یوې خوا په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې مهمې ګڼي، خو اوس‌مهال یې له ننګونو سره مخ بولي.


د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ د اتمې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې، د دې لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره د سولې په ټوله پروسه او د پرېکړو په برخه کې د ښځو په پراخې ونډې ټینګار وکړ.


اغلې اکبر وايي: "یو څه چې ډېر مهم دي، هغه دا چې د ښځو نظر دې یوازې د ښځو اړوند وانه‌ورېدل شي، ځکه چې ټول مسایل د ښځو اړوند دي. اقتصاد، سیاست، د نظام څرنګوالی، د اوربند څرنګوالی، د وسله‌والو د ادغام څرنګوالی او نور دا ټول هغه ټکي دي چې د ښځو په ژوند اغېز لري."


مېرمن اکبر که څه هم تېر میلادي کال د ښځو لپاره له ستونزو ډک بولي، خو د روان ۲۰۲۱ پیل هم خونړی ګڼي چې په خبره‌یې تر اوسه په‌کې ۶ فعالې ښځې وژل شوې دي.




د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره د تاوتریخوالي پای، اوربند او تل‌پاتې سوله لومړیتوب ګڼي، داسې سوله چې په خبره‌یې د ټولو ښځو نظرونه په‌کې واورېدل شي.


په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم د دې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې په ټولو برخو کې د ښځو د پراخې ونډې او ګډون هرکلی او ترې ملاتړ کړی دی.




دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې د ټینګار ترڅنګ وايي، هغه سوله تل‌پاتې ده چې په‌کې د ښځو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.


د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ولمانځل شوه.


په دغو ولایتونو کې ښځو د سولې په شمول خپلې بېلابېلې غوښتنې او ستونزې مطرح کړې او دغه‌راز په خپلو ولایتونو کې یې د ښځو وضعیت په اړه جزئیات ورکړل.



خوست


خوستوالې ښځې د هغوی په ژوند کې د ځینو اساسي پرمختګونو او د ښځو په اړه د خلکو په فکرونو کې د مثبت بدلون خبره کوي، خو وايي تر اوسه هم ښځې له خپلو  شرعي او قانوني حقونو نه‌دي برخه‌منې شوي.


د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ وویل، په اوس وخت کې ډېری کورنۍ د خپلو خویندو او لوڼو د زده‌کړو او کار سره مخالفت نه‌کوي.



غزني


په غزني کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه. 


په دغه غونډه کې چې د محلي او نظامي چارواکو ترڅنګ یو شمېر نورو مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو او لسګونه ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، ویناوالو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض، تاوتریخوالي د مخنیوي او د دوی په هوساینې او پیوستون ټینګار وکړ، خو د دې ترڅنګ د ویناوالو زیات ټینګار په سوله او اوربند راڅرخېده. 


ویناوالو ویل، ترڅو چې په افغانستان کې سوله او اوربند نه‌وي شوی تر هغې پورې به له ښځو سره تاوتریخوالی همداسې روان وي. 


د ښځو چارو رئیسې شکریې ولي د غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، څنګه چې په ویناوو کې ټینګار کېده همدا ډول په سوله او اوربند کې د ښځو د تېرو ۲۰ کالو لاسته راوړنې خوندي پاتې کېدای شي.





ننګرهار


ننګرهار مېشتې یو شمېر ښځینه فعالانې وایي، د افغان ښځو په ځانګړي ډول ننګرهاریو ښځو ته داسې بنسټيز کارونه نه‌دي شوي چې د دوی راتلونکی پرې تضمین شي.   


دوی د ښځو په برخه کې شوي کارونه لنډمهالي او نیمګړي بولي او وایي، باید داسې کارونه شوي وی چې د اوږد مهال لپاره پرې د افغان ښځو درد دوا شوی وی.   


که څه هم د ننګرهار چارواکي د ننګرهار مېشتو ښځینه فعالانو اندېښنې تر یوه بریده مني، خو وایي باید د ښځو لپاره په ترسره کړو کارونو سترګې پټې نه‌شي او پلان لري چې لا نور کارونه ترسره شي.



پکتیا


په پکتیا کې له تېرو دوو لسیزو وروسته هم لا د ښځو اړوند مدني ټولنې او بنسټونه نه‌دي تقویه شوي، څو دوی د نورو محرومو نجونو او مېرمنو مدني غږ شي او له مختلفو لارو اړوند ادارو او مسؤلینو ته خپلې ستونزې ورسوي.


د دې ولایت د ښځو چارو ریاست هم مني چې لا هم په دې ولایت کې د ګوتو په شمار ښځینه مدني فعالانې فعالیت کوي او د کلتوري، امنیتي ستونزو ترڅنګ په ټولنه کې د عامه پوهاوي د کموالي له امله نجونې او مېرمنې دې ډګر ته د راوتلو لپاره زړه نه‌شي ښه کولای.




Губернаторы России
Москва

Собянин: Гранты города помогают НКО в реализации социально значимых проектов





Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии провели встречу со студентами финансового университета


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о сервисе проверки карты москвича



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ани Лорак

Пластический хирург выдал все секреты Лорак




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве

В Москве росгвардейцы приняли участие в обеспечении безопасности во время проведения спортивных мероприятий

Росгвардия обеспечила безопасность футбольного матча в Дагестане


Надежда Гуськова

«Совесть не позволила»: Надежда Гуськова в юности попадала в клубы оригинальным способом



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

Раскрыта тайна трека “На Заре 2020”. Вокалистом проекта “НаЗаре” является финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ. Несостоявшийся дуэт АРУТЮНОВА и его наставника Басты.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России