Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

'افغانانې د خپلو حقونو په غوښتلو کې زړه ورې شوې دي'

0
'افغانانې د خپلو حقونو په غوښتلو کې زړه ورې شوې دي'

په خوست کې د ښځو  چارو ریاست مسوولینې وايي، سره له دې چې د ناامنیو او بې ثباتۍ له کبله د ښځو لپاره خپلې ټولې برنامې نشي پلې کولی، خو بیا هم په تېرو دوه لسیزو کې ښځې د خپلو حقونو د غوښتلو په برخه کې زړه ورې شوې دي.

دوی وايي، پخوا چې تر ډېره د دې سیمې ښځې د خپلو ستونزو او محرومیتونو په اړه چوپه خوله پاتې کېدلی، اوس یو شمېر يې اړوندو ادارو ته ورځي او په جرئت سره د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

د ښځو چارو ریاست مسوولینو دا څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د مارچ اتمې (د ښځو د نړیوالې ورځې) په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د خوست د ښځو چارو رئیسې شفیعه نورزۍ مشال راډیو ته وویل: "زیاتره هغه ستونزې چې شتون لري، ناامني ده، په ټول افغانستان خصوصاً په لیرې پرتو سیمو کې بې ثباتي ده، چې له کبله يې موږ نشو کولی خپلې برنامې لکه څرنګه چې پلان کړي مو وي، په هغه ډول يې نشو پلي کولی، اوسمهال ډیری هغه ښځې چې تاوتریخوالي سره مخامخ دي، چې مخکې يې خپل غږ نشو پورته کولی، اوس يې خوشبختانه خپل غږ پورته کړی ده، اړوندو ادارو ته مراجعه کوي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي."

د ښځو نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار د جوړې شوې غونډې ویناوالو وویل، افغان حکومت باید په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ونډې د زیاتیدو او په اقتصادي لحاظ د هغو د ځان بسیاینې لپاره اوږدمهالې برنامې پلي کړي.

مدني فعاله کامله اکبري وايي، په ښارونو کې څو محدودې پروژې نشي کولی، د ټولو ښځو ژوند او اقتصاد ښه کړي.

ددې په وینا، د ښار په شان د ولسوالیو اوسیدونکې بې وزله او بې سرپرسته ښځې هم حق لري، چې مرسته ورسره وشي او هغوی  د کسبونو او حرفو د زده کړو له لارې پر ځان بسیا شي.

په دې غونډه کې یو شمېر ویناوالو په دې وروستیو کې د ښځو او مدني فعالانو په هدفي وژنو انديښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې په خپلو کې سوله وکړي.

مدني فعالې پلوشه رڼا وویل: ​"طالبانو وروڼو ته موږ لمن غوړوو، سوال ورته کوو، دا ورور وژنې، هدفي وژنې، په دې خویندو چې بریدونه کیږي، دا مه ازاروئ، موږ څلوېښت کاله په جنګ یو، خوشالۍ نه وینو، هغه خویندې چې نن وژل کیږي، هغوی وروڼه او پلاران هم په دې جګړه کې دلاسه ورکړي دي، نو تاسو موږ ژوند ته پریږدئ، هیله مو داده چې تاسو نور سوله راولئ، دا ورور وژنه او خور وژنه نور بس کړئ. "

بلخوا خوست والي مهمند کټوازی هم وايي، ښځې او نارینه د زده کړو په حاصلولو کې یو ډول دي او دواړه د کار کولو اجازه لري.

نوموړی زیاتوي، دا ډول ورځې باید په دوامداره توګه ونمانځل شي، یوازې یوې غونډې پورې محدودې پاتې نه شي.

د ښاغلي کټوازي په وینا، دا ورځ ایجابوي چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره يې ټول په ګډه کار وکړو.

ملګري ملتونو هم سږکال د مارچ د اتمې په مناسبت د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو ونډ‌ې د زیاتېدو غوښتنه کړې.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې باید ښځې په هره برخه کې مخکښ رول ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوې اعلامیه کې چې د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې لیکلي، د سولې روانې خبرې د ښځو لپاره یو فرصت دی چې دوی په‌کې خپله وړتیا وښيي.

 

ننګرهار کې د ښځو نړیواله ورځ 

د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

دې لمانځغونډه کې په جلال اباد ښار سربېره د یو شمېر ولسواليو نه هم په سلګونو مېرمنې ګډون کړی وو.

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نورې نړۍ په څېر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي. په ننګرهار کې هم دا ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې په جلال اباد ښار سربېره په کې له یو شمېر ولسواليو څخه هم په سلګونو فعاله مېرمنو ګډون کړی و.

غونډې ته د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشرې فتانې عزیز په خبرو کې مېرمنو ته د دې ورځې مبارکي ورکړه او خوښه وه چې په سختو شرایطو کې ګڼو مېرمنو په غونډه کې ګډون کړی دی.

نوموړي وویل: (( اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ ده او زموږ د راټولېدو هدف دا دی چې د جهان په تاریخ کې او د اسلام په تاریخ کې چې ښځو ته کوم حقونه ورکړل شوي له هغو نه یادونه وکړو او خلکو ته د ښځو د حقونو په هکله پېغام او پوهاوی ورکړو. د خوښۍ ځای دی چې په ننګرهار کې د ښځو لپاره ډېر کار شوی، هرې ادارې ته چې ورځې د لومړيتوب حق ورکول کېږي. موږ تل د دې لپاره مبارزه کړې چې ښځې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره وهڅوو او دا چاره تر ډېره پر مخ تللې ده.))

که څه هم د ښځو چارو ریاست مشرې فتانه عزیز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ارقام په ډاګه نه کړل خو ویې ویل چې د تېر کال په نسبت په کې زیاتوالی راغلی او لامل يې عامه پوهاوي ګڼي.

د نظیفې بارکرزۍ په نوم يوې فعالې نجلې وویل، په تېرو کلونو کې چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کوم کارونه تر سره شوي، زیات يې تر جلال اباد ښار پورې محدود دي، خو په ليرو پرتو ولسوالیو کې مېرمنو ته څنګه چې په کار دي، هغه شان کار نه دی شوی.

نوموړي وړاندې وویل: (( په لیرو پرتو ولسواليو کې زموږ اکثره خونیدي له دې ناخبره دي چې نن د دوی نړیواله ورځ لمانځل کېږي، حتی له ډېرو هغو حقونو ناخبره دي چې شرعي او مدني قوانينو ورکړي دي. هغه ادارې چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله دي، هیله مې دا ده چې خپل قعالیتونه ليرې پرتو ولسواليو ته هم وغځوي او مېرمنو ته د خپلو حقونو په هکله پوهاوی ورکړي.))

 

د منورې دلاورې په نوم يوې فعالې نجلۍ په حکومت غږ وکړ چې د فعالو مېرمنو پر وړاندې د مرګونو تهدیدونو مخه ونیسي.

نوموړې وړاندې وویل: (( په همدې تېره اوونۍ کې زموږ د رسنیو د ډګر درې تنه کارکوونکي او يوه ډاکټره په ډک بازار کې ووژل شوې، دې پېښې ډېرې فعالې مېرمنې وېرولي او دا وېره ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده. موږ له دولت نه غواړو چې د مېرمنو پر وړاندې د پرتو تهدیدونو مخه ونیسي.))

په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره اکثره پروژې په جلال اباد ښار کې تطبیقېږي او د ليرو پرتو ولسواليو مېرمنې ترې بې برخې دي؛ وویل:

(( موږ په خوږیاڼو، کوټ، بټي کوټ، مومندره، بهسود، سره رود، خېوه، کامه، دره نور او یو شمېر نورو ولسواليو کې د حرفوي ( کسبې) زده کړو مرکزونه پرانستې چې خیاطي، غالۍ اوبدل، سلمه دوزي، چرمه دوزي او د سینګار مهارتونه په کې زده کوي او د زراعت په برخه کې هم ګڼو مېرمنو ته د باغدارۍ، مالدارۍ او مرغدارۍ پروژې ورکړل شوي. او له موسساتو سره مو خبرې روانې دي چې د کلیواليو سيمو لپاره نورې پروژې هم جلب کړو.))

دې غونډه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم ګډون کړی و. نوموړي غونډې ته په وینا کې مېرمنو ته ډاډ ورکړو چې د امنیت د تامین لپاره يې ټول امکانات په کار اچولي دي.

امرخېل په مېرمنو غږ وکړ چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، دولت مکلف دی چې ډاډمن امنیت تامین کړي.

نوموړي وړاندې وویل: ''موږ له یو نامرده دښمن سره لاس او ګريوان یوو، داسې دښمن چې هيڅ ارزښت ته قایل نه دي. تېره اوونۍ چې د رسنۍ د ډګر کومې مظلومې خویندې شهيدې کړی شوې، د هغوی ګناه دا وه چې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه تر لاسه کړي. اوس چې د سولې لپاره کومې هڅې روانې دي، حکومت داسې سوله غواړي چې د مېرمنو د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي، د مېرمنو حقوق او عزت په کې خوندي وي، داسې سوله غواړو چې مېرمنو ته چې کوم حق پروردګار ورکړی او انسانیت ورکړی هغه تضمین شي چې هغه د تعلیم او د کار حق دی.''

امرخېل زیاته کړه چې د وروستيو ترهه ګرۍ پېښو یو شمېر عاملین امنیتي ځواکونه نيولې او هڅه روانه ده چې د تېرې اوونۍ د پېښو عاملین هم ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

په دې غونډه کې د ننګرهار د تیاتر لوبغاړو د ښځو اړوند یوه ستېج ډرامه وړاندې کړه، د ورزشي امریت له لورې د جمناسټیک لوبې وړاندې شوې او د ښوونځیو نجونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ترانې وویلې.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая





Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Рэпер Элджей выступил на фестивале «Черника Fest Music» в Новосибирске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Фракция КПРФ в Мособлдуме поддержала закон о мерах поддержки соцработникам



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России