تمه ده د 'وري په ۲مه' نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي
ټاکل شوې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري يا حمل په دوهمه نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدی نن سې شنبه(د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بند د اقتصادي او صنعتي په تېره بيا د هېواد د کرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري.
نوموړي وویل چې د خصوصي برخې استازو هم ژمنه وکړه چې د کمال خان بند د پرانېستلو په مراسمو کې ګډون کوي او د تبليغاتي توکو ، بېل بورډونو په چاپولو ، راډيويي اعلانونو په خپرولو اوپه نورو تبليغاتي توکو په برابرولو کې به خپل مسووليت ادا کړي.
د کمال خان بند د جوړولو کار د هېواد د لومړني جمهور رئيس شهيد سردار محمد داوود خان د جمهوري رياست په دوره کې پيل او له ٤٤ کلن ځنډ وروسته د ولسمشرغني په دوره کې د افغانستان له پرمختيايي بودجې څخه بشپړ شو .
دغه بند د ٥٢ ميليونو مکعب مترو اوبو په ظرفيت سره په نيمروز ولايت کې جوړ شوى دى چې د اتيا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو توان لري چې د کرنې په وده او پراختيا کې مهم رول لري.