ملالې یوسفزۍ له 'اپل پلس ټلوېزیون' سره د فلمونو جوړولو هوکړه وکړه
![ملالې یوسفزۍ له 'اپل پلس ټلوېزیون' سره د فلمونو جوړولو هوکړه وکړه](https://gdb.rferl.org/4C8180D4-35BB-4DE2-B794-62A02E5163D3_cx35_cy14_cw64_w800_h450.jpg)
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي.
اپل ټلوېزیون نن سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه وګټله، منلې چې د خپلې وړتیا په مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.
اپل وايي چې د پروګرامونو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.
۲۳ کلنې ملالې ویلي دي، خوشاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي، څو نړۍ هسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.