سندرغاړې منیژه 'یورو ویژن' سیالیو کې د روسیې استازیتوب کوي
![سندرغاړې منیژه 'یورو ویژن' سیالیو کې د روسیې استازیتوب کوي](https://gdb.rferl.org/1C6EA294-F5F1-4793-B41B-D518380FDD18_cx0_cy43_cw0_w800_h450.jpg)
سندرغاړې منیژه چې له اصله د تاجکستان ده، سږ کال د یورو ویژن د سندرو په سیالۍ کې د روسیې په استازیتوب ګډون کوي.
د دې سیالیو کوربنې یانا چوریکووا پرون دوشنبه(د کب ۱۸مه) وویل چې نهه ویشت کلنه منیژه د خلکو د راییو له لارې د دې سیالیو لپاره غوره شوې ده چې هر کال یې په میلیونونو کسان په ټوله نړۍ کې ګوري.
منیژه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره هم ده.