Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د جمهوري ریاست د لوړې لومړۍ کلیزه؛ د اشرف غني څومره ژمنې عملي شوي؟

0
د جمهوري ریاست د لوړې لومړۍ کلیزه؛ د اشرف غني څومره ژمنې عملي شوي؟

د مارچ نهمه/ د کب ۱۹، نن د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوهمې دورې د لوړې له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.  

تېر کال ښاغلي غني په همدې ورځ د جمهوري ریاست د لوړې په مراسمو کې ملت سره ګنې ژمنې وکړې او ځان‌یې د هغو په پلي کېدو مکلف وباله. د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالب زندانیانو خوشې کول، د بین‌الافغاني خبرو پیل، له فساد سره غوڅه مبارزه، د صادراتو زیاتوالی، په وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ ختمول او د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخو کې پانګونه، د ښاغلي غني مهمې ژمنې وې. 

ښاغلي غني دغه‌شان ژمنه وکړه چې افغانستان به د اسیا په اقتصادي څلورلارې بدل کړي.

خو دغه ژمنې څومره عملي شوي او ښاغلی غني ورته څومره ژمن پاتې شوی دی؟

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبره کوي.  

د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸،۵۰۰ ملکیان قرباني شوي او په هدفي وژنو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ د مقناطیسي او د سړک غاړو ماینونو چاودنې، هدفي وژنې او راکټي او هوايي حملې د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي عمده لاملونه ګڼي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د وروستي کال په قربانیانو کې ۲،۰۱۹ ماشومان او ۸۴۷ ښځې شاملې دي چې ۳۳۰ یې وژل شوي اور نور یې ټپیان دي، نو ویلي شو چې قربانیان زیات شوي او دا لړۍ روانه ده."

 

د ښاغلي غني کابینه د ده د لوړې له مراسمو اووه میاشتې وروسته ملي شورا ته وپېژندل شوه چې د ۱۹ وزیرانو له ډلې څلورو وزیرانو او د مرکزي بانک رئیس د یادې شورا باور خپل نه‌کړ او تر اوسه په خپلو څوکیو د سرپرستو په توګه کار کوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړي عظیم کبرزاني ازادي راډیو ته وویل، د جمهور رئیس له ژمنو سره سره، اداري فساد ډېر شوی دی.

ښاغلی کبرزاني زیاتوي: "که پرتله وکړو، د پروسږکال د میزان میاشتې په نسبت فساد کم شوی نه‌دی او د سرپرستۍ لړۍ لا روانه ده. څه چې مهم دي هغه دا دی چې موږ باید شعار نه، بلکې عمل وکړو او د فساد له عاملینو سره جدي مبارزه وکړو."  

د ښاغلي غني بله ژمنه اقتصادي وده او د هېواد د صادراتو پراختیا وه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د کرونا له ستونزې سره سره په دغه کال کې، د هوايي دهلېزونو شمېر، ترانزیټي لارې او د اورګاډي پټلۍ پراخې شوي او افغانستان‌یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ونښلاوه.  

د هېواد په لوېدیځ کې د هرات-خواف د اورګاډي د پټلۍ پرانیسته، د ښاغلي غني عمده لاسته راوړنه ده.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر فواد احمدي وايي: "د هوايي دهلېزونو شمېر، ترانزیټي لارې او د اوسپنې پټلۍ افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړ، ۱۱ صنعتي پارکونه ګټې اخیستنې ته تیار شول، تولیدي فابریکې ډېرې  شوې او پانګونې په‌کې څو برابره ډېرې شوي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل، پر پوهنې او لوړو زده‌کړو به ډېره پانګونه وکړي، خو دا په داسې حال کې ده چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو د تړلو له امله ډېری ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې  شول.  

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین د یو شمېر ښوونځیو تړل مني، خو وايي په ناامنو سیمو کې به د وضعیت له ښه کېدو سره ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت وايي، په لیرې پرتو سیمو کې ۷۰۰ ښوونځي جوړ شوي او په وروستي کال کې ۱۲،۲ ملیونه کتابونه چاپ شوي دي.

دا وايي: "۷۰۰ زده‌کوونکي نوي جذب شوي چې د کرونا له ستونزو سره سره یو لوی شمېر دی، په ټول هېواد کې کابو ۹.۷ ملیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۳۸ سلنه‌یې نجونې دي."

جمهور رئیس غني د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان د دې لپاره لاسلیک کړ چې افغانستان سولې ته ورسېږي.  

خو له دې سره سره د کال په تېرېدو سره تاوتریخوالی کم نه‌شو او بین‌الافغاني مذاکراتو هم نتیجه ورنه‌کړه.

تر ډېره په افغانستان کې د جګړې شدت او تېر کال کې د کرونا وبا د ځینو لویو ژمنو د نه‌عملي کېدو لاملونه بلل کېږي. هغه وبا چې د افغانستان په شمول د نړۍ لسګونه هېوادونه‌یې سخت وځپل. 

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې وړاندیز کړی چې د سولې مذاکرات باید ګړندي او نتیجه‌یې سوله شي.

په دغه لیک کې لیکل شوي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو سازمان نه غواړي چې د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو، د امریکا د ځانګړي استازي، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د استازو په ګډون دې یوه نړیواله ناسته د افغاانستان د سولې په اړه جوړه شي.  

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه لیک محتویات امرانه، عجولانه وګڼل، د انتقالي حکومت جوړول‌یې ننګین عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې هېڅکله به دغه ننګینه طرحه لاسلیک نه‌کړي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем





Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

«Он приехал за мной в клуб. И всё, с этого момента мы начали жить вместе». Оксана Самойлова рассказала о знакомстве с Джиганом в эфире «Шоу Воли» на ТНТ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


ATP

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В России запустили бесплатного цифрового ЗОЖ-помощника



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России