چارواکي: ایران افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل
![چارواکي: ایران افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل](https://gdb.rferl.org/0BEB97B6-580E-417C-A830-7B66D06F70A8_w800_h450.jpg)
د هرات چارواکي وایي، د ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه.
فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان کې تېروي.
دا چې د دغو کسانو جرمونه څه دي؟ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
ایران او افغانستان تر خپله منځه د یوې موافقې له مخې د زندانیانو تبادله کوي.