مریک ګارلنډ د امریکا لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت لپاره تأیید شو
![مریک ګارلنډ د امریکا لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت لپاره تأیید شو](https://gdb.rferl.org/09d4e323-799d-4957-8ce6-7365a4b8d277_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا سنا جرګې مریک ګارلنډ چې د ولسمشر بایډن له لوري د لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت څوکیو ته نومول شوی و، تأیید کړ.
ده پرون د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۰ موافقو رایو د سنا جرګې تأیید ترلاسه کړ.
د سنا جرګې د اکثریت مشر مچ مککانل د جمهوريپال ګوند یو له ۲۰ سناتورانو څخه و چې ۶۸ کلن ګارلنډ تهیې مثبته رایه ورکړې.
مککانل په ۲۰۱۶ کال د سترې محکمې د رئیس په توګه د ګارلنډ د نومونې مخه نیولې وه.