'د بودا مجسمو ورانوونکي دې د جرمونو نړیوال عدالت کې محاکمه شي'
!['د بودا مجسمو ورانوونکي دې د جرمونو نړیوال عدالت کې محاکمه شي'](https://gdb.rferl.org/cf85db14-5f78-43ec-8ffe-206947153214_tv_w800_h450.jpg)
په باميانو کې د بودا د مجسمو د نړيدو په ۲۰مه کاليزه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وغوښتل چې د دې لرغونو اثارو په ورانولو کې ککړ کسان دې د جرمونو نړيوال عدالت کې محاکمه شي. د بودا مجسمې له نن ۲۰ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ورانې شوې. دا مستند فلم د بودا مجسمو د نړيدو پر څرنګوالي، نړيوالو غبرګونونو او د بيارغونې لپاره يې پر شويو هڅو راڅرخي. نور په دې ویډیو کې.