چارواکي: د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ټاکل شوی مسؤل ووژل شو
په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار د والي له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د محمود جان په نوم د داعش ډلې قوماندان چې د لعلپورې د ولسوال په توګه ټاکل شوی و د دولتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت په پای کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملیاتو پر مهال د داعش ډلې یو غړی او درې تنه نور مشکوک کسان هم له وسلو سره نیول شوي دي.
