Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د بخښنې نړیوال سازمان افغان سوله کې د ښځو د پراخ ګډون په هدف لاسلیکونه راټولوي

0
د افغان ښځو شبکه وايي، په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو ګډون پیکه دی.


دغې شبکې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۵» له رسنیو سره د یوې نظرپوښتنې د پایلې شریکولو پر مهال وویل په ۱۰۰ کې ۱۰،۷ مېرمنې د افغان حکومت پر لوړو او تصمیم نیوونکو پوسټونو کار کوي.


دې شبکې دغه‌شان موندلې چې نږدې ۵۰ سلنه ښځې د قانون د سم پلي کېدو په اړه شک لري او ۴۶ په سلو کې نورې مېرمنې بیا په دې نظر دي چې په وروستي یو کال کې د ناامنیو له امله مالي امکاناتو ته د دوی لاسرسی محدود شوی دی.


د افغان ښځو د شبکې مرستیاله روشن مشعل په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو په پیکه ګډون هم انتقاد کوي.


اغلې مشعل زیاتوي: "په ډله‌ییزو بحثونو کې ګډون کوونکې مېرمنې په دې باور دي چې په دوحه کې د سولې پروسه یو ښکاره مثال دی، دوی په دې نظر دي چې دا یوه نر واکه پروسه ده او افغان حکومت په دې پروسه کې د ښځو لازم ملاتړ نه‌دی کړی، دغه‌شان مدني بنسټونو هم د ښځو د حضور لپاره عدالت غوښتنه نه‌ده کړې او طالبان په دې پروسه کې د ښځو د حضور په وړاندې اصلي خنډ دي."




په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د سولې په پروسه کې د ښځو د پراخ ګډون په هدف د لاسلیکونو د راټولولو پروسه پیل کړې ده.


دې سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې د بشر حقونه باید د سولې د پروسې مهمه برخه وي او د ښځو حقونه په‌کې خوندي او پیاوړي شي.


په دې اعلامیه کې دغه‌شان راغلي دي چې "ښځې نه‌شي کولای او باید د دغه هېواد د سولې د خبرو په دې حساسو شرایطو کې د ثانوي او غير مهمو لوبغاړو په توګه سقوط ونه‌کړي".


په دې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو دوه لسیزو کې افغان مېرمنو په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او اوس‌مهال ۳.۳ ملیونه نجونې په زده‌کړو بوختې دي.




اعلاميه دا هم وايي چې افغان مېرمنې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د سولې په پروسه او په حکومت کې يې ګډون کم‌رنګه دی.


دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وار وار د سولې په پروسه کې د ښځو د پراخه ګډون او د ښځو د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار کړی دی.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د یو ولسواک نظام په جوړښت کې د ټولنې د ټولو اقشارو ګډون مهم او یو اساسي اصل دی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دې باور لري چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د یوې پراخه اجنډا په درلودو سره د ښځو د حقونو او د دوی د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي او پر خپل دریځ کلک درېږي."




په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخې د سولې په هر ډول کورنیو او بهرنیو ناستو کې د افغان مېرمنو په پراخه ګډون ټینګار کوي.


دغه‌شان تېره اوونۍ د سولې او ولسواکۍ لپاره د ښځو بنسټ له افغان ښځو د نړيوالې ټولنې د ملاتړ په هدف د نږدې ۱۰۰ زره افغان مېرمنو لاسلیکونه راټول او نړیوالو ته واستول.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России