استرالیا کې لسګونه زره ښځو د جنسي تېریو قربانیانو ته عدالت غوښتنه وکړه
لسګونه زره ښځو نن د استرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د پارلمان مخې ته او د دغه هېواد په نورو لویو او وړو ښارونو کې لاریون وکړ.
دوی د جنسیتي برابرۍ او دغهراز د جنسي تېریو قربانیانو ته د عدالت غوښتنه کوله.
په استرالیا کې د ننني لاریون دغو ګډونوالو مېرمنو د (ځواک او ویر) د نندارې لپاره تر ډېره تورې جامې اغوستې وې.
دوی په بنرونو کې لیکل شوي شعارونه له ځان سره لېږدول چې ځیني یې په دې ډول وو، "چوپتیا ماته کړئ، تاوتریخوالی ودروئ او تاسو غوږ نهنیسئ".
د عدالت لپاره دا لاریون وروسته تر دې کېږي چې د استرالیا په یو شمېر لوړپوړو سیاسي ادارو کې د جنسي تېري، تبعیض او ناوړه کړنو ډېرې ادعاوې وشوې.
په دغو پېښو کې د حکومت د یوې پخوانۍ کارکوونکې ادعا هم شامله ده.
دې تېره میاشت ویلي و چې ۲۰۱۹ کال کې یې یوه همکار د یوه وزیر د دفتر دننه پرې جنسي تېری کړی دی.
د بریتني هایجینز (Brittany Higgins) په نوم د حکومت دغې پخوانۍ کارکوونکې لاریونوالو ته ویلي چې د دې کیسه ډېره دردوونکې ده او په خبرهیې، کله چې دا کار د پارلمان دننه کېږي، هر بل ځای کې یې امکان شته.
ځینو نورو ښځو ادعا کړې چې د استرالیا د صدراعظم سکاټ مورېسن په لبرال ګوند کې یوه لوړپوړي سیاسي سلاکار پرې جنسي تېری کړی دی.
یوه بله پېښه چې تازهیې راپور ورکړل شوی، څو لسیزې مخکې وخت ته ورګرځي، ادعا کېږي چې دې پېښه کې لوی څارنوال کریستیان پورتر لاس لري، خو پورتر دا تور په کلکه رد کړی دی.
د ادعا له مخې، کله چې دا جنسي تېری ترسره شوی، هغه مهال لوی څارنوال او ادعا کوونکې دواړو زدهکړې کولې.
په استرالیا کې د حاکم ګوند ائتلاف تورن شوی چې د ګوند د ښځینه غړو لازم ملاتړ یې نهدی کړی.
په کانبرا کې د پارلمان مخې ته د لاریونوالو یوې ډلې ویلي، دوی بدلون غواړي او زیاته کړې یې ده چې له صدراعظم سرهیې د خصوصي لیدو کتو بلنه هم رد کړې ده.
د لاریون یوې تنظیموونکې روېټرز خبري اژانس ته ویلي "نهغواړو د بندو دروازو تر شا له صدراعظم سره وګورو، ځکه موږ د جنسي تېریو په اړه غږ پورته کوو چې هغه هم د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي".
د صدراعظم سکاټ مورېسن یوه ویاند منلې چې د لاریونوالو یوې ډلې ته د اختصاصي کتنې بلنه ورکړل شوې، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.
ننني لاریونونه پر پلازمېنې سربېره ملبورن، سدني او یو شمېر نورو ښارونو کې شوي دي.
په ملبورن کې شاوخوا ۱۰ زره ښځو په یوه بنر کې د هغو ښځو نومونه لیکلي وو چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې استرالیا کې د جنسیتي تبعیض اړوند پيښو کې وژل شوې دي.