د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیلوي
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له سبا د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي.
لومړۍ یوهیې سبا، بلهیې بیا د جمعې په ورځ او درېیمه یوه د شنبې په ورځ ده.
دا درې سره لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي.
د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه په وړاندې مساوي شوې.