هرات کې پر پاشدان بند برید کې ۳ ساتونکي وژل شوي او ۴ نور تري تم دي
په هرات کې د پاشدان اوبو بند پر پروژې برید شوی دی.
د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک د دې پېښې په اړه وویل: "نن سهار درې بجې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا د هرات په پاشدان بند حمله شوې چې په پایله کې یې درې امنیتي ساتونکي شهیدان شوي، یو ټپي شوی او څلور تنه تري تم دي."
پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته نږدې ۲۰ کیلومتره لیرې په کرخ ولسوالۍ کې دی. د اوبو پر دې بند ۱۱۱ ملیونه ډالره لګښت راځي چې تمه ده تر درې میاشتو نورو په بند کې د اوبو د راغونډېدو چارې پيل شي.
دا بند د ۴۵ ملیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې له جوړېدو سره بهیې شاوخوا ۱۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او دوه مېګا واټه برېښنا به تولید کړي.