103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د خبریالانو ملي ورځ؛ اشرف غني: د خبریالانو اساسي حقونه به د سولې بهیر کې نقض نه‌شي

0
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کب/حوت ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي په هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول به د خبریالانو اساسي حقونه د سولې په بهیر کې نقض نه‌شي.


د ارګ پر رسمي فېس‌بوک پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني له خبریالانو او رسنیو غوښتي چې د خپلو فعالیتونو پر معیاري کولو تمرکز وکړي.




‎له دغې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې څه موده مخکې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په یو راپور کې ویلي و چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره له خونړیو هېوادونو څخه دی.



خو وروستي یو کال کې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له کومو ستونزو سره مخ وو؟ 


‎په ګڼو ننګونو سربېره، ‎امنیتي ستونزو او د کرونا ویروس خپراوي د افغان خبریالانو پر چارو نېغ په نېغه اغېز درلود.


‎د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یو شمېر خبریالان بې‌دندو شول او په امنیتي پېښو کې هم ځیني ووژل شول.


‎‎احمد شاه مروت هغه افغان خبریال دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم وزګار شو او هغه عایداتي سرچینه چې ده پرې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوله، بنده شوه.


دی وایي څو میاشتې وزګار و او په هېواد کې د کرونا د پېښو په راکمېدو سره‌یې په سختۍ وکړای شول په یوه بله رسنۍ کې ځان ته دنده ومومي.




دی زیاتوي: "کله چې د کرونا ویروس خپور شو، ډېری رسنیو چې اقتصادي ستونزې یې لرلې، زیات شمېر خپل خبریالان ځواب کړل او یا یې هم له تنخوا پرته په رخصتۍ ولېږل چې دا د خبریالانو لپاره نه‌جبرانېدونکی زیان و او ډېریو تر اوسه هم ونه‌شو کړای چې ځان ته دنده پیدا کړي."


‎تېر یو کال کې د کرونا ویروس خپراوي د خبریالانو چارې له ستونزو سره مخ کړې، د ښارونو له قرنطین او له کورونو له کار کولو نیولې بیا د ځینو رسنیو د بودجې د کمښت له امله د خبریالانو وزګارېدل.


‎نصیر صالحي بل افغان خبریال دی چې په کرونا ویروس اخته شوی و، دی وایي چې یوه میاشت په کور کې په قرنطین کې و او له کور یې راپورونه جوړول.


ښاغلی صالحي زیاتوي: "زه هم یو له هغو کسانو وم چې په کرونا ویروس اخته وم او له یوې میاشتې زیاته موده په کور کې وم او له کوره مې خبریالي کوله، کله چې یو خبریال په کور کې بندي شي خبریالي کول ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر سخته وي."


‎له دې سره په دې وروستیو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه هم زیات شوي دي.


‎د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر، یوناما د راپور پر بنسټ په تېر یو کال کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.


‎په هلمند کې د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال الیاس داعي یو له دغو خبریالانو و چې پر موټر یې د نښلول شي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.


‎‎د داعي ترڅنګ، د طلوع‌نیوز پخوانی ویاند یما سیاووش، په غزني کې د الجزیزه خبریال رحمت‌الله نېکزاد، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون کارکوونکې ملالۍ میوند، شهناز رؤفي، سعدیه سادات او مرسل وحیدي، په غور ولایت کې د غور غږ راديو مسؤل بسم‌الله عادل هغه کسان وو چې په تېرو پنځو میاشتو کې په هدفي وژنو کې ووژل شول.




‎یوه افغانه خبریاله مینه مهر له حکومت نه غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه جدي کړنلاره برابره کړي.


اغلې مهر زیاتوي: "د خبریالانو امنیتي وضعیت یو له ستونزمنو موضوعاتو دی چې خبریالان ورسره مخ دي، دا له کاره د خبریالانو د زړه توري کېدو لامل شوی او دوی خپلې دندې پرېښې دي، موږ له حکومت نه غواړو چې په دې اړه جدي پاملرنه وکړي."


‎د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخې د رسنیو شاوخوا ۳۰۰ ښځینه کارکوونکو د کرونا ویروس او امنیتي ګواښوونو له امله په تېر یو کال کې خپلې دندې پرېښې دي.


‎د دغې کمېټې د جندر مسؤله وحیده فیضي له دولت نه غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د رسنیو ازادي او د خبریالانو د ژوند خوندیتوب د سرې کرښې په توګه مطرح کړي.


اغلې فیضي وویل: "په دې حساس وخت کې مو غوښتنه له حکومت نه دا ده چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي او له هغه ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د سولې د مذاکراتو لپاره کار کوي غواړو چې د رسنیو او ښځو ازادي دې د سرې کرښې په توګه مطرح کړي."


‎که څه هم افغان حکومت ویلي چې د ځینو خبریالانو وژونکي یې نیولي، خو د یو شمېر نورو خبریالانو قاتلین لا نه‌دي پېژندل شوي.




Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: МСД улучшил транспортное обслуживание 5 млн человек





Москва

Пластический хирург Александр Вдовин: мифы вокруг операции по удалению комков Биша


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: МСД улучшил транспортное обслуживание 5 млн человек



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Республике Таджикистан стартует проект «Русский язык: читаем, слушаем, смотрим в странах СНГ»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве

Росгвардия обеспечила безопасность футбольного матча в Дагестане

Естественный отбор технологий: в Москве пройдет отборочный этап чемпионата «Битва роботов»


Даниил Медведев

«Это очень лёгкое чувство». Даниил Медведев — об ощущениях перед началом Кубка Лэйвера



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Трамп и Харрис говорят Зеленскому «может быть»: неопределенность места встречи унизительна для Киева



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России