تازه څېړنه: له کثافاتو سره سروکار لرونکي مچان، ځان پاک ساتي
![تازه څېړنه: له کثافاتو سره سروکار لرونکي مچان، ځان پاک ساتي](https://gdb.rferl.org/914D8C74-2E59-4226-83D6-F0B99034DD6A_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
مچان، سربېره پر دې چې له کثافاتو سرهیې سروکار دی، ځان پاکوي. د دې حشرې د سترګو دید استثنایي دی، خو سرعتیې بیا داسې نهدی.
د برایټ سایډ په نوم له امریکا خپرېدونکې وېبپاڼې په دې اړه یوه څېړنه کړې ده.
مچ داسې ساده حشره نهده لکه موږ تاسو ته چې ښکاري.
کله چې تاسو ورته ګورئ ډېر کله خپلې پښې پر ځان، سر یا وزر مښي. دی دا د دې لپاره نهکوي چې کوم ځای یې خارښ کوي، دی دا د دې لپاره کوي چې ځان له چټلیو پاک کړي.
له بیولوژیکي پلوه د پښو پاکېدل د مچانو لپاره ډېر مهم دي، که د مچانو پښې پاکې نهوي دوی دا تشیخص له لاسه ورکوي چې یو ځای کېني او وپوهېږي چې دا خواړه دي که نهدي.
د پښو سېنسورونه له مچانو سره په الوتنه کې هم مرسته کوي. د مچانو د پاکېدو مسئله د دوی د مرګ او ژوند مسئله ده.
مچ ځان په پښو، وزرو او حتی سترګو چې باڼه نهلري پاکوي، همداراز ورپورې نښتي شیان په خوله ایسته کوي.
د څېړنې له مخې مچان د انسان په څېر په دې پوهېږي چې خواړه خواږه دي، تروه دي، خوندور دي که بېخونده، خو توپیر دا دی چې انسان د یوه خوندور شي تر څکلو مخکې ښایي د هغه له بوی څخه خوند واخلي.
مچ د وزرو او پښو په مرسته د خوړو خوند احساسولی شي.
مچان چې کله پر خوړو کېني سره له دې چې سېنسورونهیې معلومات ورکوي چې څرنګه خواړه دي، خو بیا یې هم څکي چې ډاډه شي.
د څېړنو له مخې معلومه شوې ده چې په نړۍ کې شاوخوا یو نیم لک ډوله مچان شته. که چېرته دا له مارغانو سره پرتله کړو نو په نړۍ کې څه باندې ۱۸ زره ۴۰۰ ډوله مارغان دي.
مچان تېز ښکاري، خو څېړنه څرګندوي چې یو مچ په یو ساعت کې ۴،۳ مایله سفر کولای شي چې دا د انسان له پلي تګ سره برابره اندازه ده.
خو مچ د سترګو په واسطه ځان له خطره ساتي او د مچ سترګې په یوه وخت ۳۶۰ درجې زاویې په اندازې سیمه ویني، شا تهیې هم که څه وي لیدلی یې شي.
د څېړنې له مخې مچان د نړۍ لپاره ضروري دي ځکه چې نباتات القاح کوي او کثافات مصرفوي، که چېرته مچان نهوي دومره کثافات لهمنځه نهشي تلی.
ځينې څېړنې ښیي که مچان نهوی، نو چاکلېټ به په نړۍ کې نهو. یو ډول ځانګړي مچان دي چې د ککاو نباتات القاح کوي.