Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د پوليسو په مبينه تشدد کې وژنې

0
د پوليسو په مبينه تشدد کې وژنې

په خیبر پښتونخوا کې په روان مارچ مياشت کې په يوه اوونۍ کې دوه کسان له پوليسو سره په تړلو پېښو کې مړه شوي دي.

د پولیس ځواک مشرانو ویلي دي چې په يادو پېښو کې یې د تورن پوليس چارواکو خلاف پلټنې پېل کړي دي. خو مدني فعالان وايي چې د داقسمه پلټنو اعلانول يوازې ولس دهوکه کول دي او د کراچۍ د ملير پخواني پوليس افسر راو انوار په ګډون ډېری پوليس چارواکي چې د بې ګناه ولسي وګړو په وژنه تورن دي تر دې دمه پکې هېچا ته سخته سزا نه ده ورکړل شوې.

د مارچ په اوومه د بنو مبشر وزیر چې زده کونکی و په مبينه توګه د پېښور پوليسو په ډزو کې ووژل شو او بيا د مارچ په څوارلسمه د پېښور ۱۴ کلن هلک شاه زېب د پوليسو په حراست کې مړ شو.

پولیس وایي شاه زېب چې له چا سره تر جګړې وروسته يې ګرفتار کړی وو ځان يې په خپله په حوالات کې زندۍ کړی خو پلار يې وايي چې پر زوی يې پوليسو تشدد کړی او پر بدن یې زخمونه ول.

پر پوليس ځواک تورونه لګول کېږي چې پر خلکو تشدد کوي، د همداسې یوه مبینه تشدد ښکار د چارسدې څوارلس کلن زین العابدين وايي، پوليسو پرې دومره تشدد کړی چې اوس له ذهني او بدني ناروغیو سره مخ دی.

نوموړي په ۱۸ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې پروسږ کال په ډېسمبر مياشت کې له ده او له يوه بل کس اسد شا د چارسدې پوليسو د يوه تن د وژنې په اړه پلټنې کولې نو تشدد يې پرې وکړ. دی زیاتوي ړومبې يې په چوکه او بيا يې په پايپ ووهلو. بيا يې په پښو ځوړند کړی.

زین العابدين زیاتوي، بیا بیا به یې پولیسو ته وويل چې قتل یې نه دی کړی خو له دې سره یې په دوه منيزه بوجۍ کې بند کړو او د ژمي په موسم کې به يې د اوبو په يخه ډيګۍ کې کښېښودل او چې له اوبو يې راواېستل نو بيا يې په وهل ډوبول پیل کړل.

د چارسدې ضلعي پولسو مشر محمد شعېب خان په نهمه جنورۍ خبري غونډې ته ویلي ول چې پر زین العابدين او اسد شاه يې تشدد نه دی کړی.

د خیبر پښتونخوا پوليسو پخواني مشران وايي چې په يوه اونۍ کې دننه له پوليسو سره په تړلو پېښو کې د شازېب او مبشر وزير وژل کېدل ښيي چې ځينې پوليس تشدد کوي.

د خېبر بښتونخوا پوليسو پخواني ای جی ملک نويد په اتلسم مارچ مشال رېډيو ته وويل که د پوليسو دا دريځ ومنل شي چې شازیب په جېل کې خودکشي کړې نو بيا يې هم د وژنې زمه واري پر پوليسو راځي ځکه بغېر له ثبوتونو د شازیب په جېل کې اچول او بيا پرې نظر نه ساتل د پوليس قوانينو ضد دي.

نوموړی زیاتوي کله چې یوڅوک زندان/جېل  ته واچول شي نو د پوليسو لخوا د هغه څارنه پکار ده چې دارنګ ځان خوږ نه کړي،دېوال ته سر ونه وهي يا خودکشي ونکړي.

د خېبرپښتونخوا پوليسو يو بل پخوانی مشر محمد اکبر خان هوتي بيا وايي که د بنو زده کونکي مبشر وزير په پېښور کې د پوليسو په اشاره ګاډې و نه درولو نو پوليسو ته په هغه نه بلکې د هغه د ګاډي پر ټايرونو ډزې کول پکار وې چې دارنګه به  یې نوموړی ژوندی نيولی وی.

هوتي په ۱۷م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې پوليس پر دې هم پوهه کول پکار دي چې په جيلونو ،لارو او چاپو پرمهال په بې ګنا خلکو تشدد کول د دې هېواد له قوانيونو سره په ټکر کې دي.

نوموړی زیاتوي د خېبرپښتونخوا موجوده ای جی ته پکار ده چې د پوليس چارواکو احتساب او پرضد د خلکو شکاياتونو اورېدو لپاره يو دوامداره نظام جوړ کړي.

د خیبر پښتونخوا پوليسو موجوده مشر ثنا الله عباسي بيا په اتلسم مارچ مشال رېډيو ته وويل چې د يادو پخوانيو پوليس چارواکو له خبرو سره اتفاق لري او د پوليسو په اصلاحاتو يې له ډېر وخت راهيسې کار پیل کړی دی او د تېر وختونو پرتله اوس په يادو پېښو کې کمی راغلی دی.

عباسي وویل،  يو پوهه او تعليم ورکول دي او بله سزا ورکول او پر دې دواړو کار روان دی. په تاڼو کې کېمرې لګول شوي او اوس د پوليس سرتېرو نفسياتي معاينې هم کېږي چې دارنګ معلومه کړي چې څوک په لارو کې د ګاډو د تلاشۍ او څوک د قیديانو د څارنې او څوک بيا له دوي د پلټنو لپاره وګمارل شي.

په چارسده کې پوليس کانسټېبل محمد افتخار بيا وايي د پوليس لاندې کچې سپايانو تنخا کمه او ډیوټي يې زياته وي او خوب يې پوره نه وي نو ځکه اکثره له ذهني فشار سره مخ وي او بعضې وخت ترې داسې تېروتنې کيږي چې د چا ژوند پکې ولاړ شي.

نوموړي په اتلسم مارچ مشال رېډيو ته وويل چې په خپله ۲۷۰۰۰ روپۍ تنخا اووه کسه کورنۍ ساتي: ''اته ساعته ډيوټي چې وکړو نو بيا راته وويل شي چې راشئ هلته جلسه ده يا کوم د قامي يا صوبايي اسمبلۍ غړی راروان دی او د هغو څوکۍ وکړئ نو ۲۴ ساعته زموږ ډيوټي وي. بلخوا ګراني ده. د خوراک څښاک شيان او دوايانې اخیستل راته ګران وي. د اعلا چارواکو فشار راباندې هم وي. که چېرې يو ځای موټر چاودنه وشي نوبيا خلک وايي چې له پوليسو دا ګاډی څنګه راتېر شو.''

د خېبرپښتونخوا پوليسو مشر عباسي وايي په پېښور غربۍ پوليسو تاڼه کې د شازیب تر مړ کېدو وروسته يې د دې تاڼې ټوله عمله معطل کړې او پرضد يې پلټنې روانې دي او د مبشر وزير د وژنې په تور يې هم دوه پوليس سرتېري نيولي دي.

خو د پېښور های کورټ وکيل او مدني فعال شبير حسېن ګيګياڼي په اتلسم مارچ مشال رېډيو ته وويل چې په داقسمه کېسونو کې اکثره سختې سزاګانې نه ورکړل کېږي ځکه چې ډېری خلک د پوليسو پرضد له څه قسمه ګواهۍ ورکولو وېرېږي او هغوی ازاد ګرځي. د ده په خبره هم دا وجه وي چې د ورته پېښو مخنيوی نه کيږي.

ګېګياڼی وايي په ۲۰۲۰ م کال کې په پېښور کې له "عامر تهکالي" سره په ناوړه چلند تورن پوليس چارواکي څه وخت پس په ضمانت خوشې شول: ''راو انوار ته وګوره چې د سیند پوليسو خپل رېکارډ وايي چې د نوموړي په مشرۍ پوليس مقابلو کې لسګونه کسان مړه شوي خو تر دې دمه نوموړي ته هېڅ قسمه سزا ورنکړل شوه.''

د پاکستان بشرۍ حقونو کمېشن او نورو ځينو حکومتي او غېر دولتي ادارو مشال رېډيو ته وويل چې له دوی سره داسې کره معلومات نه شته چې د پوليسو لخوا په تشدد کې ټول څومره کسان مړه يا ژوبل شوي خو د پاکستان ډان او نيوز رسنۍ وايي چې په ۲۰۱۹ م کال کې په پاکستان کې څلور کسان د پوليسو په حراست کې مړه شوي و. بلخوا د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هېومن رايټس واچ د ۲۰۱۶ م کال د راپور له مخې په ۲۰۱۵ م کال کې په پاکستان کې له پوليسو سره په مقابلو کې څه باندې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي و.

ډان ورځپاڼه وايي د سند پوليسو رېکارډ ښيې چې يوازې د ملير سيمې پخواني اېس اېس پی راو انوار په مشرۍ پوليس مقابلو کې د ۲۰۱۱ م کال نه تر ۲۰۱۸ مه پورې ۴۴۴ مشکوکه کسان وژل شوي و خو انوار دا تورونه رد کړي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая





Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: Учащиеся Гурульбинской школы восхитились мастерством жонглирования, игрой с хула-хупами, иллюзионистами цирка Бурятии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


WTA

Самсонова обыграла Александрову и вышла в финал турнира WTA в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Посол РФ Степанов заявил, что Москва ответит на новые санкции Канады



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России