Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي

0
افغان حکومت او طالبان په ماسکو کې د سولې خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي دي.

يو مشر افغان چارواکی وايې حکومت او طالبان پر دې سلا شوي چې د لسيزو جګړې ختمولو په هدف د سولې خبرو د ګړندۍ کولو يوه هڅه وکړي.


د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مارچ پر ۱۹مه، د روسيې ريا خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په غونډه کې دوی په کومو مشخصو مسايلو خبرې نه دي کړي.




خو نوموړی وايي چې افغان حکومتي ډلې د سولې پروسې ګړندۍ کولو لپاره چمتووالی وښود او طالبان هم په دې نظر وو چې دا خبرې باید چټکې شي.


د دواړو خواو ترمنځ دا لیدنې، په ماسکو کې د بېن الافغانۍ سولې پروسې تر نړيوال کانفرانسه وروسته شوې دي.


د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر اساس باید امریکايي ځواکونه له اوس نه شپږ اوونۍ وروسته له افغانستانه ووځي. خو بل پلو امریکايي چارواکو ویلي، دا کار کېدای شي وځنډېږي. پخپله د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په یو بیان کې ویلي وو، کېدای شي د هغوی د ځواکونو بهیر د روان کال تر نومبره وځنډېږي.


په مسکو کې د ياد نړيوال کانفرنس هدف، د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درېدلو خبرو بیا پیلول دي. هغه مهال خبرې وروسته له هغې ځنډېدلې وې چې افغان حکومت د طالبانو پر کړنلاره سخت اعتراض وکړ او ویې ویل، وسله والو د تشدد درولو لپاره ډېر لږ څه کړي دي.


په ۱۸م مارچ د ماسکو له نړيوال کنفرانسه وروسته په خپور شوي ګډ بيان کې امریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د جنګ ختمولو لپاره دې سمدستي پر بنيادي مسلو مذاکرات وکړي. یادو هیوادونو په خپله ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو امارات له بیا راتګ سره مخالفت وښود. په دې اعلامیه په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي دي چې سمدستي اوربند وکړي.




د روس په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې د خبرو په پای کې دغو هېوادونو په ګډ بیان کې د جګړې دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون وکړي.


په دې بیان کې له طالبانو او حکومتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې له شخړو لاس واخلي او له طالبانو هیله شوې ده چې په پسرلي او اوړي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي.


دغو څلورو هېوادو دا ژمنه هم کړې ده، که په افغانستان کې سوله وشي دوی به یې اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.


د مسکو له غونډې وروسته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، دولتي پلاوی چمتو دی چې پر ټولو موضوعاتو له طالبانو سره خبرې وکړي. عبدالله عبدالله پر ټویټر لیکلي دي: ''موږ غواړو هدفي وژنې پای ته ورسېږي.''



نوموړي همداراز لیکلي، پراخ اوربند وشي، چې د سولې راتلونکې خبرې په یوه سوله ییز چاپيریال کې ترسره شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России