صالح: بهسودو کې د الوتکې نسکورېدل څرګند جنایت دی، عاملانیې باید مجازات شي
![صالح: بهسودو کې د الوتکې نسکورېدل څرګند جنایت دی، عاملانیې باید مجازات شي](https://gdb.rferl.org/fc42ece9-0973-4644-8d12-28c8d3f73f78_cx0_cy0_cw86_w800_h450.jpg)
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه یو څرګند جنایت وباله.
ښاغلي صالح نن په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، په بهسودو ولسوالۍ کې د پېښې په شپه د هېچا پر ضد پوځي عملیات نهوو پلان شوي.
دغه الوتکه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې په بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوه.
امرالله صالح په پېښه کې د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو ځواکونو د پنځو غړو وژل کېدل یو څرګند جنایت وباله او د عاملانو د مجازاتو غوښتنهیې وکړه.
په بهسودو کې د وسلهوالو د قوماندان عبدالغني علیپور پلویانو ویلي چې دغه الوتکه ښايي د دوی لهخوا نسکوره شوې وي.
تر دې پېښې وروسته دفاع وزارت د علیپور د وسلهوالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې دغو وسلهوالو ته د مرګژوبلې اوښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.