Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

په نیمروز کې د کمال خان بند پرانيستل شو

0
په نیمروز کې د کمال خان بند پرانيستل شو

د افغانستان د کمال خان پرانستل شو.‎دغه بند چې د ۵۲ میلیونه مکعبه متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او دغه شان نهه مېګا واټه برېښنا تولیدولای شي، نن چهارشنبه (د وري ۴مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري د ګڼ شمېر حکومتي چارواکو په حضور کې په نیمروز ولایت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

‎جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو مراسمو په ترڅ کې وویل چې یاد بند افغانستان لپاره حیاتي دی او په دې سره به نیمروز له سره ورغول شي.

ده وویل: "ویاړم چې د افغانانو د پېړیو هیله نن په سترګو ګورو، خو لومړی باید اوبه په مؤثره توګه مدیریت کړو، نن موږ اوبه ضایع کوو، خو باید د قطره یي اوبو مدیریت رامنځته کړو چې قیمت یې له تېلو لوړ او لس چنده زیاتېږي."

‎ښاغلي غني وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د کمال خان بند تر څنګ یو کرنیز او د اوبو څېړنیز مرکز پرانېستل شي، څو په خبره یې د کمال خان بند او دغه بند ته د نورو سیندونو بهېدونکي اوبه په سمه توګه مدیریت شي.

‎افغان جمهور رئیس په داسې حال کې کمال خان بند پرانېسته چې دا مهال په افغانستان کې د اوبو د مدیریت اوونۍ روانه ده.

‎ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د ټول هېواد د خلکو لپاره باید د بندونو د ساتنې او دفاع په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي: "موږ باید د کمال خان بند د خپلې سترګې د غاټکي (مردمک) په توګه مدیریت کړو، د افغانستان او نیمروز ټول خلک باید یو ټولنیز پیمان ته راولو چې د دغو بندنو خوندیتوب او دفاع خلک وکړي."

‎جمهور رئیس په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دغه شان سترو او ملي پروژو په اړه فکر وکړي او په خبره یې عامه تاسیسات دې له منځه نه وړي، ‎خو طالبان وایي چې دوی هم د دغې پروژې له پرانېستې ملاتړ کوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، په دې موده کې یې د دغه بند د ساتنې په برخه کې څارنې کړي دي.

‎کمال خان بند د نیمرزو په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د ۹۵ کیلومتري په اندازه واټن کې پرته ده.

‎د کمال خان بند کار په ۱۳۴۵ ه ش کال کې پیل شو، خو د داوود خان د حکومت له نسکورېدو او کورنیو جګړو وروسته ودرېد.

‎تر څو کلونو ځنډ وروسته په ۱۳۹۱ کال کې یې د بیارغونې چارې بیا پیل شوي چې په درېیو مرحلو کې بشپړې شوي.‎

د اوبو د تنظیم د اداره چارواکو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي، کمال خان بند د افغانستان د حکومت له خوا د شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان دولت له پراختیایي بودجې په لګښت جوړ شوی.

‎کمال خان بند ۱۶ متره لوړوالی لري، د هلمند د سیند په اوږدو کې جوړ شوی چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي.

‎د دې سیند اوبه د امو سیند ته بهېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ سیند دی.

‎په نیمروز کې د کمال خان بند، په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بند د افغانستان تر ټولو لوی بندونه دي چې د ایران په ګاونډ کې پراته دي، خو افغانستان کې د بندونو جوړول د ایراني چارواکو لپاره حساسیت پاورونکي دي.

‎د اوبو د مدیریت ملي ادارې مشر خان محمد تکل وایي چې د هېواد د اکثرو سترو بندو د بیارغونې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به له دې شمېر څو بندونه پرانېستل شي او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

‎د دغه بند په جوړولو کې د پیسو د لګولو تر څنګ ځاني قربانۍ هم ورکړل شوي د ساتنې په ترڅ کې یې یو شمېر سرتیري وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې ترڅ کې ۳۹ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو دا چې څو وژل شوي او څو ټپیان دي؟ په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

همداراز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، پر دغې بند په تېرو دوو کلونو کې ۳۵ بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۳۹ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې دې موده کې ۲۸ وسله وال طالبان اسیران شوي، ۴ کړۍ ماینونه  او پرې ۹۸ تروریستي بریدونه خنثی شوي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: трасса из Солнцева до Варшавского шоссе откроется в 2026 году





Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Визбор

Вечер бардовской песни, посвященный Юрию Визбору, пройдет 19 июня в Обручевском




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сергей Собянин. Главное за день

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Ролан Гаррос

Теннисист Рублев вышел во второй круг Открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Жилые комплексы построят на Родниковой улице



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России