هلمند چارواکي: نامعلومو وسله والو قومي مشر غلام جان وواژه
![هلمند چارواکي: نامعلومو وسله والو قومي مشر غلام جان وواژه](https://gdb.rferl.org/575de0d1-7cb8-469b-859f-a253bc036f09_cx0_cy30_cw0_w800_h450.jpeg)
د هلمند چارواکي وايي،نن پنجشنبه (د وري ۵مه) په دې ولایت کې یو قومي مشر غلام جان د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
د هلمند والي عبدالنبي الهام هم پر خپل فېسبوک پاڼې یاده پیښه تائید کړې او دا برید یې غندلی دی.
والي الهام وايي، برید کوونکی له سیمې تښتېدلی او په وینا یې د پېښې څېړنې روانې دي.
هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان نن ماښام ازادي راډيو ته وویل چې قومي مشر حاجي غلام جان د لښګرګاه ښار نهر سراج اډې ته څېرمه په یوه برید کې ووژل شو.
د ځايي چارواکو د معلوماتو پر اساس قومي مشر غلام جان د سنګین ولسوالۍ د ټولنېزې شورا غړی او د محلي پولیسو قوماندان و.
د یاد برید مسولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخېستی.