Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي

0
کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دوکه کوونکو له یوه نوي تاکتیک څخه په استفادې له دوی څخه په لسهاوو زره افغانۍ د جايزې په بهانه وړې دي.

محمد شریف د هغه پېښې کیسه کوي چې څه موده مخکې غلو ورڅخه په دوکې او چل د جایزې په نوم پیسې اخیستي.

هغه چې یو غریبکار او د بار وړلو کراچۍ چلوي وايي له یوې ټیلیفوني شمېرې ورته زنګ وهل شوی و چې دوه‌نیم لکه افغانۍ جایزه‌یې ګټلې او د ترلاسه کولو لپاره‌یې باید مخکې له مخکې یوه اندازه پیسې ورولېږي او د کابل بانک څخه دې خپله جایزه ترلاسه کړي.

محمد شریف وايي د یو اندازه کرېډېټ ترڅنګ‌یې د درېیو جلا جلا صرافیو له لارې ۶۲ زره افغانۍ جمع کړې، خو د جایزې درک معلوم نه‌شو.

دی زیاتوي: "په بره دروازه کې چې د صرافۍ المارۍ ایښې ده، هلته مې ۹،۵۰۰ افغانۍ جمع کړې، وروسته راغلم د برو دروازې بلې صرافۍ ته بیا یې ټیلیفون راوکړ ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، بیا یې راته وویل چې ستا حواله صحیح کېږي، ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، وروسته ولاړم د کابل بانک خوا ته بیا مې ټیلیفون ورته وکړ ویل یې د دغه بل کس سره په اړیکه کې دي د هغه خبرې ما هم اورېدلې ویل يې دا د هغه ریاست مشر دی."

د محمد شریف ترڅنګ فرېبکارانو د لسګونو نورو کسانو څخه هم له دې نوي تاکتیک څخه په استفادې پیسې غلا کړې دي.

جواد یو بل کس دی چې څو ورځې مخکې ورڅخه دوکه کوونکو له ۵۶ زره افغانۍ زیات کرېډېټ کارټونه وړي چې په وينا يې د اترا ادارې په مرسته‌یې شاوخوا ۲۸ زره افغانۍ بېرته لاسته راوړې دي.

جواد وايي: "ماته یو زنک ووهل شو، شمېره مې نه‌پېژندله، ماته‌یې وويل چې ته د جایزې کټونکی يې، زما څخه‌یې غوښتنه وکړه چې دوی ته ۵۶ زره ۷۵۰ افغانۍ کرېډېټ کارت ولېږم، وروسته پوه شوم چې دوکه‌یې راکړې، راغلم د کندهار ولایت د اترا مخابراتي ادارې ته مې شکایت وکړ او هغوی زما شکایت ثبت کړ."

په عین وخت کې د افغانستان د اترا ادارې مسؤلان وایي، دوی ته په ۱۳۹۹ کال کې د ټیلیفون له لارې د غلا ۱۵۰ شکایتونه رسېدلي چې ډېره برخه‌یې له کندهاره دي.

د دغه ادارې د رسنیو برخې مسؤل سعید شنواري ازادي راډیو ته وویل، دوی يوازې هغه پیسې چې د کرېډېټ کارټ په شکل استول شوې وي، ترلاسه کولای شي.

ښاغلي شینواري وویل: "اترا ادارې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۵۰ داسې شکایتونو ته رسیدګي کړې ده چې له مخې يې د یو شمېر هېوادوالو څخه د جایزې په نوم کرېډېټ اخیستل شوی وو، په دې کې د کندهار ولایت څخه پېښې زیاتې وې او تقریباً هغه پېښې چې د اترا اداري ته په شکایت کې راغلې دي د هغو لپاره موږ سم دستي اقدام کړی دی او تقریباً لکونه افغانۍ مو بېرته خلکو ته ورګرځولي، که نور څوک هم دغه ډول شکایتونه ولري اترا ادارې ته راتللی شي."

په عین وخت کې د کندهار د مخابراتو رئیس مامون رشید رازمل وايي دوی پلان لري چې د دغه موضوع په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو هغوی پوه شي چې فرېبکارانو ته پيسې او يا هم د ټیليفون کرېډېټ کارټونه ونه‌لېږي.

ښاغلی رازمل په دې اړه وايي: "داسې موضوعاتو ته پلان لرو چي د عامه پوهاوي په هکله، د ډیجیټل الټرایسي په هکله هم موږ خپل پلانونه لرو چي د خلکو سره‌یې شریک کړو. دغه‌راز په ښوونځیو او دولتي ادارو کې، که څه هم دا د وخت او زمان سره تغییر پیدا کوي، دا ډول تېر ایستل څو ډوله دي، مثلاً په اېمېلونو کې هم راځي په وېب سایټونو کي هم راځي."

چارواکي له خلکو غواړي چې د ټیلیفون او ټولنیزو رسنیو له لارې تېر نه‌وځي او فرېبکارانو ته د جایزې په نوم پيسې او کريډېټ کارټونه ونه‌لېږي.

همدارنګه د کندهار امنیتي چارواکي وايي، که خلک مخکې له دې چې فرېبکارانو ته پیسې واستوي له دوی سره د هغوی په اړه شکایت او معلومات ثبت کړي، دوی به د داسې کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая





Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Evanescence

Сооснователь Evanescence гитарист Бен Муди выпустил ремикс их трека Haunted




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Inside wicked world of ‘skinny scams’ as Ozempic and weight loss drug fraud attempts rise into the hundreds of thousands



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России