ولې ځیني ماشومان له ښوونځي وېرېږي؟
د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛
ولې کله چې ځیني ماشومان نوي په ښوونځي کې شامل شي، نو ډېر ژاړي او ښوونځي ته نهځي؟
څنګه نوي شامل شوي ماشومان ښوونځي ته لېواله کړو؟
په دې برخه کې د کورنۍ او ښوونکي دنده څه کېدلاى شي؟
په دغې خپرونه کې په همدې موضوع خبرې شوي چې د راپور ترڅنګ د يو تن ټولنپوه سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: