سوات ته ۱۷ کال وروسته الوتنې پيل شوې
![سوات ته ۱۷ کال وروسته الوتنې پيل شوې](https://gdb.rferl.org/3e0d0b20-9133-4714-b832-3778089042c1_tv_w800_h450.jpg)
د خيبر پښتونخوا د سوات سيدوشريف هوايي ډګر څه باندې ۱۷ کاله وروسته د کورنيو پروازونو لپاره بيا پرانيستل شوی. پر دې هوايي ډګر د مارچ پر ۲۶مه مساپر وړونکې الوتکه کښېناسته. ځايي ولس وايي له دې ډګره دې نړيوال پروازونه هم پيل کړل شي. بلخوا چارواکي وايي د پروازونو بحالي د سيمې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.