Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

0
نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه کمپاین نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۹» له خپلو نړیوالو مرستندویه ادارو او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل کړ.


‎دغه وزارت د سږ میلادي کال له پیل تر دمګرۍ د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول تازه پېښو د ثبتېدو خبره هم کوي.


‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح په کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا کمپاین به ۳۲ ولایتونو کې پلی شي او په خبره‌یې پاتې دوو ولایتونو ته د نا امنیو له امله دغه واکسین نه‌شي رسېدلی.


ښاغلی مجروح وايي: "د پولیو د له‌منځه وړلو کمپاین نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د خپلو ملي او نړیوالو شریکانو په مرسته پیلوو، په ظاهر کې د پولیو د محلول یو څاڅکی اچول د دغو ماشومانو په خوله کې دی، خو په دې اړه د یوې وړې بې‌غورۍ پایله به په راتلونکو کلونو کې د یو فلج نسل، یوه ګوزڼ وهلې کورنۍ او قشر وي، هر کال په هېواد کې د دغو کمپاینونو په ترڅ کې ملیونونه ‌‌‌‌‌‌ډالر لګول کېږي."




‎ښاغلی مجروح د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل تر دې دمه د نا امنیو، کرونا ویروس د خپرېدو او د ده په خبره د طالبانو له لوري د کور په کور واکسین رسولو نه اجازې له امله د پولیو دوو ‌‌‌‌‌‌ډولونو ویروس باندې د ۳۶۶ افغان ماشومانو د اخته کېدو خبره کوي او وایي په تېرو ۳۴ میاشتو کې له دوه‌نیمو تر درې ملیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه‌دی رسېدلی.


‎ښاغلی مجروح وايي، د ۲۰۲۰ کال له پیل تر دې دمه ۵۶ د ګوزڼ لومړي ‌‌‌‌‌‌ډول او ۳۱۰ د دغه ویروس دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول مثبتې پېښې ثبت شوي چې په خبره‌یې د پاکستان له لوري افغانستان ته انتقال شوی دی.


‎افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو ویروس شته او له دې امله هر کال د زیاتو ماشومانو د فلجېدو خبرونه خپرېږي.


‎د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح دا ونه‌ویل چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان له دغه واکسین برخه‌من کېږي، خو د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې ترسره شوي کمپاین کې ۹،۵ ملیونه ماشومانو ته د دغه واکسین د رسېدو خبره شوې وه.




په ورته وخت کې، په افغانستان کې یو له دغو پېښو د ۵۹ کلن ‎داود خان کورنۍ ده، دی د شپږو اولادونو پلار دی، کوچنۍ لور یې شریفه په پولیو اخته شوې.


‎داوود خان وایي چې دوی د خوست په یوه لیرې پرته ولسوالۍ سپېره کې اوسېږي‌‌‌‌‌‌، چېرې چې د دې ولسوالۍ اکثره سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او روغتیایي اسانتیاوو ته په اسانه لاسرسی نه‌لري.


داوود خان زیاتوي: "د ۲۲ میاشتو وه چې یوه تبه پرې راغله، له دې تبې وروسته‌یې پښو او یو لاس کار پرېښود، که څه هم اوس یو څه ښه شوې پر یوه پښه، خو درېدلی هم شي، خو تګ پرې نه‌شي کولای."


‎داوود خان د خپلې لور دې حالت ته اندېښمن دی.


‎د عامې روغتیا وزارت مسؤلین هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د نه‌رسېدو یو لامل د طالبانو له لوري د کور په کور واکسین د تطبیق اجازه نه‌ورکول بولي.




‎طالبان هم مني چې د جګړو له امله د دغې پروسې یوه برخه ټکنۍ شوې.


‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دغه کمپاین پر مهال د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د دوی پر ضد استخباراتي ګټه اخیستل کېده او په خبره‌یې له دې امله کور په کور د واکسین اجازه نه‌ورکول کېږي.


‎افغانستان کې څو لسسیزو جګړو افغان ماشومان نه‌یوازې له زده‌کړو لیرې کړي، بلکې روغتیایي خدماتو ته‌یې د دوی لاسرسی هم اغېزمن کړی چې دا مهال ګڼې افغان کورنۍ د خپلو ماشومانو د فلج، معلولیت او د بې‌وزلۍ له امله د سختو کارونو کولو ته اندېښمنې دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России