پکتیکا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شول
د پکتیکا ولایت د ارګون او سرروضیې ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې له ۱۰ زیات کسان ټپیان شول.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارين ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن ماسپښین داسې مهال رامنځته شوه چې د شاتورو په سیمه کې د واده دوو موټرو سره ټکر وکړ.
د ښاغلي ارین په وینا په دې پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.
ښاغلی ارین زیاتوي: "د دغې پېښې ټول قربانیان نارینه او ښځینه دي، د ماشومانو د ټپي کېدو په اړه تر اوسه راپور نهدی راکړل شوی، خو شپږ تنه چې روغتیایي وضعیتیې خطرناک و، د ښې درملنې لپاره پکتیا ته ولېږدول شول."
په افغانستان کې د خرابو سړکونو او زړو موټرو ترڅنګ د ډرېورانو بېاحتیاطي د دا ډول ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو عمده لاملونه بلل کېږي.