احدي: کندهار کې د ۶۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت پراختيايي پروژې پلي شوي
د افغانستان د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يو شمېر سوداګرو سره پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې په دې ليدنه کې پانګه والو د کرنې له وزيره د تازه او وچو مېوو د توليد او بازار موندنې لپار د زمينې برابرولو، د سړو خونو او میوو د زیرمتونو د زیاتوالي، د ګمرکي لګښتونو کموالي او په لويو لارو کې د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې د کرنې وزیر انوارالحق احدي په غونډه کې د سوداګرو او کرنیزو شرکتونو د ستونزو د هواري ترڅنګ دغه شان وویل چې په کندهار کې د کرنې وزارت له خوا د څه باندې ۶۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت پراختيايي پروژې پلي شوي دي او روان کال د دغو پروژو شمېر زياتېږي.
د کرنې وزير سوداګرو او پانګه والو ته وويل، وزارت هڅه کوي چې روان کال ډېری شنې خونې، سړې خونې او بڼونه جوړ کړي.