واشنګټن کې د افغانستان سفیره او دوه نور پخواني چارواکي په اختلاس تورن شول
د افغانستان لویې څارنوالۍ د حکومت درې مخکېني او برحاله لوړپوړي چارواکي په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په پروژه کې په څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو اختلاس تورن کړي دي.
لویې څارنوالۍ دغه تور د افغانستان جمهور رئیس پر مخکېنيو سلاکارانو محمد همایون قیومي او شاه محمد څرګند او په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني لګولي دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه دوسیه بشپړه او اړوند محکمې ته لېږل شوې ده.
خو د افغانستان سترې محکمې ازادي راډیو ته وویل چې د ځینو نیمګرتیاوو د رفع کولو لپاره ياده دوسیه بېرته څارنوالۍ ته استول شوې ده.
د سترې محکمې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رئیس او ویاند احمد فهیم قویم په دې اړه د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۰» ازادي راډیو ته وویل: "څه موده وړاندې د څارنوالۍ له لوري اړوندې محکمې ته په دې اړه دوسیه لېږل شوې وه، د اړوندې محکمې قضایي پلاوي له هر اړخیزې څېړنې وروسته، په دوسیه او څېړنه کې د ځینو تشو او ستونزو د موجودیت د رفع کولو له امله یو ځل بیا دوسیه اړوندې څارنوالۍ ته لېږلې ده."
دغه موضوع د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ ملکي څارنوالۍ څېړلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۹ کال په تلې میاشت کې د شاه محمد څرګند په ګډون خپل ۱۷ سلاکاران له دندو ګوښه او د هغوی تشکیلاتیې هم لهمنځه یوړل.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دغه قضيه کې له تورنو کسانو سره وغږېږي، خو بريالۍ نهشوه.
خو ښاغلي څرګند پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دی د یادې پروژې د پیسو په برخه کې ښکېل نهدی او یوازې د یاد دېوال د جوړولو په اړه یې ولسمشر ته ځینې تخنیکي مشورې ورکړې دي.
د ماليې پخواني وزیر محمد همایون قیومي، یادې څارنوالۍ ته ویلي چې ده په امریکا کې د افغانستان سفارت د فشار له امله د یاد دېوال د جوړولو موضوع یوازې د تدارکاتو کمېسیون د غونډې په اجنډا کې شامله کړې او ولسمشر د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه کړې چې د یادې پروژې پروسې ته چټکتیا ورکړي.
هغه زیاته کړې: "خو دا په دې معنی نهده چې د پروسې په ارزونو کې دې کمکاري وشي."
دغهشان د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې څارنوالۍ د نورو جزئیاتو اخیستو لپاره له څرګند او قیومي سره د اېمېل له لارې څلور نور استعلامونه هم شریک کړي چې ويل کېږي ځوابیې نهدی ترلاسه کړی، خو بهرنیو چارو وزارت د رویا رحماني د څرګندونو په تړاو لیکلي چې رحماني ناروغه ده او د ځواب ویلو لپاره یوې اوونۍ وخت ته اړتیا لري.
د تېر لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې پژواک اژانس راپور خپور کړ چې امریکا کې د افغانستان سفارت ۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ملیونه امریکایي ډالرو رغول شوی دی.
دغهراز په دغه راپور کې راغلي چې دغه دېوال د لومړني شرکت د وړاندیز شویو پیسو په نږدې ۲۱ برابره لوړه بیه جوړ شوی او په هر متر مربعیې شاوخوا ۸،۶۹۴ امریکايي ډالره لګښت راغلی.