سوئز کانال کې د بار وړونکې بېړۍ تر خلاصېدو وروسته د کښتیو تګ راتګ پيل شو
په مصر کې د سوئز په کانال کې د هغې لویې بار وړونکې بېړۍ تر خلاصېدو وروسته چې لارهیې بنده کړې وه، د کښتیو تګ راتګ پيل شو.
تېره شپه ۲۷ بېړۍ پورې وتې او د دې کانال د چارواکو په وینا تمه ده چې نن ۱۴۰ نورې کښتۍ له دې اوبو تېرې شي.
د سوئز کانال مسؤل اسامه ربیع پرون رسنیو ته د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې د رسېدلي زیان په اړه وویل: "هره ورځ له ۱۲ تر ۱۵ ملیونه ډالرو زیان اوښته."
چارواکي وایي، هیلهمن دي چې هغه په سلګونه بېړۍ چې لارهیې بنده شوې وه په درې څلور ورځو کې له دې کاناله تېرې شي.
۴۰۰ متره اوږده بېړۍ چې تر ۱۸ زره ډېر کانتینر پرې بار و اوونۍ مخکې دلته بنده پاتې شوه.
سوئز کانال ۱۹۳ کیلومتره اوږد دی او د اروپا او اسیا ترمنځ دا د بېړیو لپاره تر ټولو لنډه لار ده چې د نړۍ نږدې ۱۲ فیصده تجارتي مالونه ترې تېرېږي.