طالبان وايي خوست کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې توغندي ویشتي
![طالبان وايي خوست کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې توغندي ویشتي](https://gdb.rferl.org/2d24168d-93ad-422b-a408-63ef3703aa85_w800_h450.jpg)
وسله وال طالبان وايي، د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې دوه توغندي ویشتي دي.
په خوست کې د 'کې.پي.اېف' په نوم ځواک چې د امریکايي پوځیانو له ملاتړه برخمنه ملېشه ده، تایید کړه چې طالبانو د ائتلافي ځواکونو د مرکز په لور توغندي ویشتي خو د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.
د دې برید په نتیجه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.