ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ودرول شو
![ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ودرول شو](https://gdb.rferl.org/9c67df5a-4bdd-43cc-b04c-17642391eebd_w800_h450.jpeg)
په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د درېیو ښځینه واکسیناتورانو له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو ضد کمپاین درول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسؤل میر جان راسخ د دې خبرې د کولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل چې سبا به دا کمپاین بېرته پیل شي.
په همدې منځ کې د وژل شویو واکسیناتورانو سمینې، نګینې او بصیرې خپلوانو له حکومت څخه د دوی د عزیزانو د قاتلانو د نیولو او د خلکو امنیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.