ایسلنډ د ښځو او نارینهوو د مساوات په برخه کې تر ټولو ښه هېواد وبلل شو
د ښځو او نارینهوو د برابرۍ په اړه د نړۍ د اقتصادي ټولنې یا فورم په کالني راپور کې د افغانستان په شمول د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مساوات په برخه کې د ۱۵۶ هېوادونو اقدامات څېړل شوي دي.
په دې راپور کې په اقتصاد، تعلیم، روغتیا او سیاسي چارو کې د ګډون په برخو کې د ښځو د رول په اړه رسمي معلومات او دغهراز د ښځو د ودې په لاره کې د خنډونو په لیرې کولو کې د بېلابېلو هېوادونو پرمختګ ارزول شوی دی.
ایسلنډ د تېرو کلونو په شان د ښځو او نارینهوو د مساوات په برخه کې تر ټولو ښه هېواد بلل شوی.
فنلنډ، ناروې، نیوزیلند او سویډن ته په ترتیب له دوهم تر پنځم مقامونه ورکړل شوي دي.
سږکال په دې راپور کې افغانستان، ګَیانا او نایجر هم زیات شوي دي.