چارواکي: طالبانو د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال وژلی
![چارواکي: طالبانو د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال وژلی](https://gdb.rferl.org/8fce852f-13e5-4bd5-ab92-f81134f54ebd_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، د دې قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
په پکتیا کې د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان و چې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت خضر بازار کې پرې حمله وشوه.
تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.