خيبرپښتونخوا حکومت به د کورونا خپرېدو د مخنيوي بندېزونه عملي کړای شي؟
![خيبرپښتونخوا حکومت به د کورونا خپرېدو د مخنيوي بندېزونه عملي کړای شي؟](https://gdb.rferl.org/6E63CADA-1AA0-4F44-8205-AB9FCA65A79E_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د کورونا وبا د دريمې څپې د خپرېدو وروسته په دې هېواد کې د وايرس د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوي دي. پنجاب او خيبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې پکې د وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د خيبرپښتونخوا د وزيراعلی مشرۍ کې شوې غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې له نورو صوبو سره د شنبې او يکشنبې پر ورځو د سوارلۍ ګاډو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی. د دې ترڅنګ په ودونو هم پابندي لګول شوې او حکومت وار له مخه د مارچ پر ۱۶مه تعليمي ادارې بندې کړې. پوښتنه دا ده چې حکومت به دغه بنديزونه سل په سله عملي کړای شي؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.