پکتیکا چارواکي: طالبانو هغه پُل الوځولی چې ۹ ولسوالۍ مرکز سره نښلوي
![پکتیکا چارواکي: طالبانو هغه پُل الوځولی چې ۹ ولسوالۍ مرکز سره نښلوي](https://gdb.rferl.org/9ed68812-10b9-4dd2-9fe9-bd65dff402d4_w800_h450.jpg)
وسله والو طالبانو په پکتیکا کې هغه پُل الوځولی چې د دې ولایت نهه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن پنجشنبه غرمه مهال رسنیو ته وویل چې دغه پُل وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د پړاو په سیمه کې د ماین په وسیله ویجاړ کړی دی.
ارین وایي، د پُل زیاته برخه تخریب شوې او د دې ولایت له مرکز ښرنې سره د ارګون زون د نهو ولسوالیو اړیکه پرې شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.