د سوداګرۍ او صنعت وزیر: طالبانو وسلې کیږدئ او فابریکو کې کار وکړئ
په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، دغه نندارتون به چې د سولې او پر ځان بسیانې په نوم جوړ شوی، پنځه ورځې د خلکو پر مخ خلاص وي.
په دې نندارتون کې په ۲۲۰ غرفو کې د هرات د صنعتي ښار ګوټي د تولیداتو او د لاسي صنایعو توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني پر طالبانو غږ وکړ چې وسله دې پر ځمکه کښیږدي او په تولیدو فابریکو کې دې کار وکړي: "د دولت مخالفین دې راشي د خپلو خلکو تر خوا دې ودریږي. وسله دې کښیږدې را دې شي فابریکو ته. ټولې فابریکې او خاوندان یې حاضر دي چې هغوی ته کار ورکړي."
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره افغان سوداګر او صنعت کاران خپلو پانګونو ته اندېښنه لري.