د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداري مرستیال ایران ته ځي
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې په اداره کې د ایران استازی وایي، د دې ادارې مرستیال مشر به راتلونکې اوونۍ ایران ته ولاړ شي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د کاظم غریب ابادي له قوله خبر ورکړی چې ویلې یې دي، ایران ته د ماسیمو اپارو سفر د خوندیتوب د هر اړخیزې موافقې په چوکاټ کې د خوندیتوب د عادي فعالیتونو د څارنې د ترسره کېدو په ترڅ کې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم دی له دې ادارې سره منظم په تماس کې وو، خو تهران ته د نوموړي په سفر کې له چارواکو سره خبرې اترې نه دي پلان شوي.
یوې اروپایي ډیپلوماتیکې سرچینې فرانس پرېس ته تهران ته د نوموړي د سفر خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه به په اصولو کې د نطنز له اټمي تاسیساتو کتنه ترسره کړي او دا مساله به وڅېړي چې ایا څارونکي په دې تاسیساتو کې هغو سنټریفیوژونو ته لاس رسۍ لري چې د یورانمیو د غني کولو لپاره ترې استفاده شوې ده.
د راپورونو له مخې ایران په دې تاسیساتو کې د اپریل په ۱۱مه نېټه له یوې چاودنې وروسته د دې ادارې پر وړاندې څارنه محدوده کړې وه، خو څو ورځې وروسته یې بېرته بشپړه پیل کړه.
ایران هغه مهال دا د اسراییل د اټمي ترورېزم یو عمل بللی و.