د جګړو دوام؛ نی: افغانستان کې ۲۰ سیمه ییزې راډیوګانې تړل شوي
د بدخشان ولایت د کشم غږ راډیو یوه له شلو سیمه ییزو راډیو ګانو څخه ده چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمه کې يې فعالیت دریدلی دی.
د یادې راډیو مسوول نوراغا نوري د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، د ناامنو شرایطو له امله یې رسنیز فعالیتونه دریدلی دی.
نوري زیاته کړه: "څرنګه چې د دولت مخالفینو پر سیمه حمله کړې وه، سیمه اوس د طالبانو په کنټرول کې ده، موږ خپلې خپرونې د دې لپاره چې زیان ونه ویني له درې ورځو راهیسې ودرولي دي، ما د طالبانو سیمه ییز مسوول سره اړیکې ونیولې چې موږ محلي راډیو یو او د امنیت نه اندېښمن یو، هغوی راته وویل، تر بل امر پورې به ستاسې خپرونې ځنډېدلي وي، موږ به تصمیم ونیسو چې څنګه فعالیت وکړو."
د کشم غږ سیمه ییزه راډیو په ۱۳۸۷ کال کې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ فعاله شوه، هره ورځ یې ۱۴ ساعته خپرونې کولې چې خبرونه، روزنیزې او تفریحي خپرونې په کې شاملې وې.
ښاغلي نوري وویل، د ناامنیو د اندېښنو له امله د یادې راډیو ټول کارکوونکي رخصت شوي او د یو ډاډمن امنیتي وضعیت انتظار باسي.
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د بهارستان د راډیو مسوول رضوان الله نظامي د ناامنیو له امله له څو ساعتونو راهیسې د دغې راډیو د فعالیتونو د ځنډېدو خبر ورکوي.
د دغه وضعیت دوام په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو د ملاتړو ادارو اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې یا د 'نی' رییس مجیب خلوتګر وايي، په شمال کې تر اوسه د ناامنیو له امله ۲۰ سیمه ییزې راډیوګانې تړل شوي دي.
خلوتګر زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې په شمالي ولایتونو کې د جنګونو د تیزېدو له امله، شل راډیوګانې مجبورې شوي چې خپرونې ودروي، موږ اندېښمن یو، که وضعیت همدا شان دوام وکړي، په جنګي سیمو کې به د نورو رسنیو د تړل کېدو شاهدان واوسو."
سربېره پر دې په جوزجان ولایت کې د ناامنیو له امله 'درمان' سیمه ییزه راډیو هم تړل شوې ده. د دغې راډیو دستګاه د اقچې په ولسوالۍ کې وه چې اوس د طالبانو په لاس کې ده.
د دغې راډیو په تړل کېدو د جوزجان ولایت د خبریالانو د خوندیتوب د ادارې مسوولې فریدې امیني اندېښنه ښودلې ده : "په یوه ولسوالۍ کې د راډیو تړل کېدل د اندېښنې وړ ده، موږ د دې شاهدان یو چې په ځینو ولسوالیو کې خپرونې دریدلي او په بدل کې د طالبانو په خوښه خپرونې کېږي."
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د سیمه ییزو راډیوګانو پر خپرونو هېڅ ډول محدودیتونه نه دي لګیدلي او یوازې دومره ترې غوښتل چې خپرونې یې باید بې پرې وي.
د سیمه ییزو راډیوګانو د تړل کېدو خبرونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د طالبانو د ادعا پر اساس، د هېواد څه باندې سل ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي، خو افغان امنیتي ځواکونه دا ادعا ردوي وايي، له ځینو سیمو ېې تکتیکي شاتګ کړی دی.