کابل کې د امریکا سفارت: دغه سفارت نهدی تړل شوی او پرانیستی وي
![کابل کې د امریکا سفارت: دغه سفارت نهدی تړل شوی او پرانیستی وي](https://gdb.rferl.org/08994DF0-819B-4358-BA59-510B7B33AA2C_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي، دغه سفارت نهدی تړل شوی او پرانیستی به پاتې وي.
سفارت پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سپارښتنې سره سم به دغه سفارت په کابل کې قوي ډیپلوماتیک حضور لري.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا سفارت ښايي د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
خو سفارت ویلي، دوی د تړل کېدو پلان نهلري.