غور چارواکي: مرکز کې د افغان سرتیرو په عملیاتو کې ۵ طالبان وژل شوي
![غور چارواکي: مرکز کې د افغان سرتیرو په عملیاتو کې ۵ طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/61612651-7109-4093-b780-be034ecffd9e_w800_h450.jpg)
د غور چارواکي وایي، تېره ورځ د دې ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، یو ټپي دی او څلور تنه نور نیول شوي دي.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي: "د فېروز کوه په ښار کې امنیتي ځواکونه زرتلې، تسرقي او قیاقک سیمو ته ولاړل او هلته یې د طالبانو پر هغو غونډو چې غوښتل یې د ښار پر پوستو بریدونه وکړي عملیات وکړل چې په پایله کې یې د دوی پنځه تنه ووژل، یو یې زخمي شو او ۴ تنه نور یې و نیول شول."
د غور والي زیاتوي، طالبانو ته به نور اجازه ور نه کړي چې په غور ولایت کې امنیت خراب کړي.
د هغه په خبره د عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو دوه میله کلاشنکوف او ځینې نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.