Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

پنټاګون: اوس یې وخت دی چې افغان ځواکونه له خپلو خلکو او خاورې ننګه وکړي

0
پنټاګون د افغان ځواکونو په وړتیا په ټینګار سره وايي، اوس‌ هغه وخت را رسېدلای چی دا ځواکونه له خپل هېواده دفاع او ننګه وکړي.


د امریکا دفاع وزارت د چارواکو له قوله، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او ورته د واک لېږد لپاره زیات وخت مصرف او ډېرې هڅې کړي او اوس د دې ځواکونه دنده ده چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.


د پنټاګون ویاند جان کربي پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) رسنیو سره خبرو کې پردې هم ټینګار وکړ چې له افغان حکومته به د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ په نوې بڼه دوام ولري.




کربي زیاته کړه: "فکر کوم هغه پیغام چې موږ یې د یوه دولت په توګه هغوی ته لرو، دا دی چې موږ له افغان حکومت او خلکو سره اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکوو. دا اړیکه به د تېرو شلو کلونو پرتله توپیر ولري."


د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، له افغان ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ به په مالي، لوژستیکي او د هوايي ځواکونو د تجهیز او تمویل په ځانګړي ډول، دې ځواکونو ته د الوتکو د برابرولو په برخه کې وي، خو افغانستان کې به د دوی ځمکنی ماموریت پای مومي.


امریکا داسې مهال په افغانستان کې د خپل ځمکني ماموریت په پای او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو په لېږد ټینګار کوي چې له افغانستانه یې د عسکرو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی او تمه ده نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) یې د دفاع وزیر له خپل ترکي سیال سره، د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې پر موضوع خبرې وکړي.




د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار وايي، د دې بحثونو مهمه موضوع د هغو لوژستیکي او مالي امکاناتو په اړه ده چې تمه ده امریکا او نړیواله ټولنه یې د دې مهم هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره چمتو کړي.


ترکیې ویلي، که نړیواله ټولنه یې لوژستیکي او مالي برخه کې ملاتړ وکړي، دوی به د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت ومني.




هغه څه چې طالبانو ورسره ښکاره مخالفت ښودلی، خو حکومت وايي، افغانان د خپل هېواد ساتنې ته چمتو دي.


د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، له تېرو تجربو مهمه زده‌کړه شوې او افغانان به اجازه ور نه کړي چې بیا ځلي کورنۍ جګړه پیل شي.


دی وايي: "د افغانستان ټول خلک سره وروڼه دي، یو بل سره نه وژني. دوی د نظام ساتنه او د نظام حمایت او ملاتړ خپل مسوولیت ګڼي."




د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، یو هیله د جګړې کمېدو ته وه، خو بر عکس دا جګړه د بل هر وخت پرتله چټکه شوې.


افغان حکومت د جګړې د چټکېدو او د وینې توېیدنې مسوولیت پر طالبانو اچوي.


جمهور رییس غني پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) د کابینې په غونډه کې وویل: "د وینې تویېدنې مسوولیت د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر غاړه دی. په دې باید هېڅ یو شک و نه لرئ. دا خبره دې د افغانستان ټول ملت ته ورسېږي. هغه مهال چې امریکا د وتلو اعلان وکړ، زما مرکه مو په یاده ده، ومې ویل چې طالبان او پاکستان باید پرېکړه وکړي. دوی د جګړې پرېکړه کړې، اوس د ټولې ورانۍ او وینې تویېدنې مسوولیت د دوی پر غاړه دی."




خو طالبان بیا دا خبره نه مني او حکومت تورنوي چې د سولې پر وړاندې خنډ دی.


افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې خپل هر ډول شرایط د سولې په خبرو کې له هغه مرکچي پلاوي سره شریک کړي چې دوحې ته یې لېږلی، څو دواړه لوري د یوې هوکړې له مخې، اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.


خو په دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې چې نږدې لس میاشتې پرې تېرې شوي، تراوسه هېڅ ډول پرمختګ او بریا نه لري.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России